Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ایکو سازمان پنځمې ناستې ته بلل شوی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ایکو سازمان پنځمې ناستې ته بلل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/07

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په کابل کې د ترکیې له شارژدافیر جنک اونال سره په دوه اړخیزه ځانګړې ناسته کې پر بېلابېلو سوداګریزو مسایلو خبرې کړې.

په دې ناسته کې جنګ اونال، نورالدین عزیزي ته د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو د وزیرانو په پنځمه اقتصادي ناسته کې چې د راتلونکې نوامبر میاشتې په مه۲۴ او ۲۶مه د دې هېواد په استانبول ښار کې ترسره کېږي، د ګډون بلنه ورکړې.

له دې سره، دا په تېرو څلورو کالو کې لومړی ځل دی چې افغان پلاوی د ایکو سازمان په سرمشریزه کې ګډون کوي.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ټرانزیټي اسانتیاوو په برابرولو او دغه راز افغانستان ته د بهرنیو پانګونو په جلب او جذب هم خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « په دې لیدنه کې د ترکیې جمهوریت سفیر د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر څخه د اقتصادي همکاریو سازمان د سوداګرۍ وزیرانو په پنځمه ناسته کې چې ټاکل شوې د روان کال د نومبر له ۲۴ تر ۲۶ د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شي، د ګډون لپاره رسمي بلنه ورکړه.»     

په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزیر افغانستان کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره هم جلا لیدنه کړې او چینايي چارواکي افغان لوري ته د ازادو زونونو سازمان په یوولسم نړیوال کانګرېس کې د ګډون بلنه ورکړې.

ایکو یا د اقتصادي همکاریو سازمان ناسته چې د غړیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي اړیکو د ودې په موخه هرکال ترسره کېږي، د داځل ناستې کوربه یې ترکیه ده.

د اقتصادي چارو شنونکي په یادو سیمه ‌ییزو اقتصادي ناستو کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون له اقتصادي اړخه مهم ګڼي او وايي، دا ګډون کولی شي د سوداګرۍ د پراختیا، د انرژۍ او پانګې په جذب او د زیربناوو په رغونه کې مهم رول اداء کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا په دې اړه وايي: « په دې سازمان کې د افغانستان د استازي شتون افغانستان ته ډېره ګټه رسولی شي؛ ځکه چې د دې سازمان وروستی هدف د غړیو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژيکو اقتصادي اړیکو پياوړتیا ده. هرڅومره چې زموږ ستراتیژيکې اړیکې له دې سازمان سره پیاوړې کېږي، په همدې اندازه د تجارت، ټرانزیټ او پانګونې په برخه کې هم له افغانستان سره مرسته کولی شي.»  

ایکو یا د اقتصادي همکاریو سازمان په ۱۹۸۵ زېږدیز کال د ترکیې، ایران او پاکستان له لوري رامنځته شو او اوس مهال د افغانستان په ګډون لس غړي لري. د دې سازمان موخه د اقتصادي، تخنیکي او فرهنګي اړیکو وده او د سوداګرۍ، پانګونې او پرمختګ دوامداره پراختیا بلل شوې.

افغانستان که څه هم د دې سازمان دایمي غړی دی، خو په ۲۰۲۱زېږدیز کال کې له سیاسي بدلون راهیسې يې په لنډمهاله توګه ونه شول کولی د دې سازمان په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist