Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين احمدالله ذاهد پر مشرۍ پلاوی ازبېکستان ته رسېدلی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين احمدالله ذاهد پر مشرۍ پلاوی ازبېکستان ته رسېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/29

د منځنۍ آسيا له هېوادونو سره د سوداګرۍ  پراخولو هڅو په لړ کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوی تاشکند ته رسېدلی او هلته به د ازبېکستان له چارواکو سره د سوداګرۍ په برخه کې پر متقابلو همکاريو وغږېږي.

د دې وزارت مسوولان وايي، ياد پلاوی به په تاشکند کې د ازبېکستان له چارواکو سره د سوداګرۍ پر لا اسانولو او د ګډو اقتصادي همکاريو پر زياتولو خبرې وکړي.

د مسوولانو په خبره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين احمدالله ذاهد پر مشرۍ پلاوی به ازبېکستان کې د يوه نندارتون په پرانېسته کې هم ګډون وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي ازبېکستان هېواد ته خپل رسمي سفر پیل کړ. د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اړیکو لا پیاوړي کول او د اقتصادي همکارۍ پرمختګ دی. یاد پلاوی به د ازبېکستان د حکومت له لوړو پوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو، د سوداګرۍ د لا پراختیا او د ګډو پروژو پر عملي کولو بحثونه وکړي. د دې ترڅنګ به پلاوی په تاشکند کې د ازبېکستان حکومت له خوا جوړ شوي نندارتون په پرانیست غونډه کې هم ګډون وکړي.»

ټاکل شوې ياد پلاوی په ازبېکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو سره هم وګوري او له کوربه هېواد به يې پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل غوښتنه وکړي.

په ورته مهال، د اقتصادې چارو شنونکي وايي، له تاشکند سره د سیاسي اړیکو ترڅنګ اقتصادې اړیکې ټینګول مهم دي او ټینګار کوي چې اسلامې امارت دې له دې فرصت ګټه پورته کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « د دوی د استازو تګ راتګ یا د دوی په بازارونو کې افغاني توکو ته د خرڅلاو لپاره بازار موندل هغه څه دي چې افغان تجارانو ته د دې زمینه برابروي چې په خلاص لاس دغه هېواد ته صادرات وکړي او هم له دې هېواد توکي وارد کړي.»

ځینې نور بیا د ارزانې سوداګرۍ ترڅنګ د پانګونې جلب لپاره هم ازبېکستان ښه بديل ګڼي او ټينګار کوي چې تاشکند ته د سرپرست حکومت تللی پلاوی دې هڅه وکړي چې ازبېکستاني سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمدیونس ځدراڼ وايي: « افغان پلاوی باید ازبېکستان ته په دې سفر کې د ازبېکستان تجاران دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، له افغانستان سره خپل تجارتي تعاملات زیات کړي، د ازبېکستان له هېواد سره قراردادونه وکړي او دې ته یې وهڅوي چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. له دې سره به افغان وګړو ته د کار زمینه هم برابره شي.» 

له دې وړاندې هم د سوداګرۍ د پراختيا لپاره د قزاقستان يو پلاوی کابل ته راغلی و.

قزاقستاني پلاوي حکومتي چارواکو سره پر ليدنو سربېره، په کابل کې ګډ نندارتون هم پرانيست. د افغانستان او قزاقستان چارواکو د تفاهم له لارې د سوداګرۍ زياتوالی د دواړو هېوادونو پر ګټه وباله او د متقابل ډاډ له مخې يې د سوداګرۍ د لا اسانولو ژمنې وکړې.ش

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist