Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د تېلو واردولو برخه کې نوي سټنډرډونه منظور شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د تېلو واردولو برخه کې نوي سټنډرډونه منظور شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/02

په داسې حال کې چې هېوادوال او په ځانګړې توګه د ټکسي موټرو چلوونکي، له تېرو څو اونیو راهیسې د پټرولو او ډیزلو د بیو له لوړوالي شکایت کوي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د بې ‌کیفیته نفتي توکو(روغنیاتو)، پټرولو، ډیزلو او مایع ګازو د وارداتو مخنیوي لپاره نوي سټنډرډونه نافذ شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، دا سټنډرډونه د اسلامي امارت د رهبر د حکم پر بنسټ د سټنډرډ ملي ادارې، د نفتو اړوند ادارو او تخنیکي کمېټو تر ارزونې وروسته منظور شوي چې موخه یې د بې ‌کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوی، د وسایطو خوندي توب، د چاپېریال ساتنه او د خلکو روغتیا ته پاملرنه ده.

د خبرپاڼې له مخې، ټول واردوونکي مکلف دي چې د تیلو د بیو د تعادل په برخه کې همکاري وکړي، له احتکار ډډه وکړي او له غلطو تبلیغاتو ځان وساتي.

اعلامیه زیاتوي، له سر غړونکو سره به قانوني چلن وشي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي: « نوي سټنډرډونه د پټرولو، ډیزلو، مایع ګاز او موبلایلو لپاره د ملي سټنډرډونو له مخې، د اقلیمي شرایطو او د هېواد د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د سټنډرډ ملي ادارې، د بې ‌کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوي کمېټې او تخنیکي کمېټو له خوا له هر اړخیزو تخنیکي ارزونو وروسته د سټنډرډونو عالي شورا منظور او د اسلامي امارت د رهبر د حکم له مخې رسما نافذ شول.»

د اقتصادي  چارو شنونکي وایي، د تېلو د نرخ د ټیټوالي له امله ډېر خلک د(اې۸۰) ډوله پټرول کاروي.

 دوی غواړي چې باکیفیته موادو ته لاسرسی زیات شي او له ګاونډیو هېوادونو سره د تېلو د وارداتو تړونونه لاسلیک شي.

دوی زیاتوي، خلک د مجبوریت له امله ټیټ کیفیت پټرول استعمالوي، خو د باکیفیته تېلو لپاره باید په هېواد کې لويي زېرمې جوړې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « د یوه ډول تېلو منع کول او د هغې له بل ډول کار اخیستل دې ته اړتیا لري چې له دغو تېلو د ګټې اخیستلو لپاره سترې زېرمې باید موجودې وي؛ ترڅو بازار ته د عرضې له کمبود سره مخ نه شو او قېمتونه لوړ نه شي. باید هغه کسان هم متضرر نه شي چې د نفتي موادو کاروبار لري.»

ځینې نور بیا وايي، که اسلامي امارت غواړي د بې ‌کیفیته تېلو له قاچاقمخنیوی وکړي، نو لومړی باید د تېلو په بیو کې له احتکار مخنیوی وشي، له نړیوالو هېوادونو سره د نفتو د وارداتو په برخه کې تړونونه لاسلیک شي او په هېواد کې د باکیفیته تېلو سترې زېرمې جوړې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « د بې کیفیته تېلو په اړه هغه پروګرام چې حکومت ترلاس لاندې نیولی، زما په اند ښه پلان او پروګرام دی؛ خو د دې پلان د عملي کولو لپاره باید دولت څو مسایلو ته پاملرنه وکړي. په لومړي ګام کې د نورو تېلو بدیل د روسیې ۹۲ ډوله پټرول دي. باید له دې هېواد سره تړون وشي او په کافي اندازه زېرمې ولرو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۴ کال د جوزا په ۱۴مه د چهارشنبې په ورځ، مولوي شمس‌الدین شریعتي د اسلامي امارت د احکامو د څارنې عمومي ریاست سرپرست، په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د رهبر د حکم له مخې، د بې‌کیفیته تیلو واردات منع شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist