Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د صنعت او سوداګرۍ خونه: د روانې جګړې له امله د توکو بیې لوړې شوي

admin by admin
2021/07/11

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د جګړو له شدت سره هم مهاله په ټول هېواد کې د خوارکي او غیر خوراکي توکو بیې  لوړې شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی  وايي، د اسلام کلا او تورغونډۍ بندرونو سقوط هغه څه دي،چې سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي او د توکو بیې ورسره لوړې شويدي.

الکوزي زیاته کړه:« له پخوا نه په افغانۍ سره راکړه او ورکړه نه ده شوې. یوازې په افغانۍ نه، بلکې د ډېرو هېوادونو پر کرنسۍ راکړه او ورکړه نه کیږي.په کلدارو د ایران په پیسو هم نه کیږي یوازې مشترک المنافع هېوادونه په خپلو منځو کې راکړه او ورکړه په خپلو کرنسیو کوي،هغه هېوادونه چې کرنسي یي بارزښته وي لکه جاپان چې ډېر صادرات لري.»

افغانستان چې تر ډېره مصرفي هېواد دی او د صادراتو پرتله یې د وارداتو کچه څو برابره لوړه ده، سوداګر نیوکه کوي،چې د اسلام کلا او تورغونډۍ بندرونو د سقوط سره یې کار اغیزمن شوی او درانه مالي زیانونه ور اوښتي دي.

سوداګر وحید وايي: « موږ چې اوس حساب کوو، مصرفي خلک یو،ځینې نور یو عایداتي منبع لري، په یو شکل له بهره یې راوړي او خوریي. موږ خاص څه نلرو،د صنعت په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ یو.د تولید په برخه کې واردات او صادراتو برخه کې مهم بندرونه لکه اسلام کلا ، تورغنډۍ په حساب هغه بندرونه،چې عاید راوړنکي وو، ټول له ګواښ سره یې مخ کړي.»

بل پلو یو شمیر خلک بیا د هټۍ والو پر احتکار نیوکې کوي او حکومت یې پر وړاندې پړ ګڼي.

د کابل ښار اوسېدونکی اومېد حیران وايي:«  بدبختانه په ټول هېواد کې نرخونه لوړ شوي دي، سوداګر احتکار کوي، دا له ملت سره لوی خیانت دی،حکومت مسوولیت دا دی،چې دوی په بازارونو کنټرول ولري، نرخونه باید کنټرول کړي سوداګر دې احتکار نه کوي او افغانستان بانګ ته په کار ده،چې د افغانیو پر وړاندې ډالر لیلام کړي،چې له بده مرغه افغانستان بانک دې برخه کې پاتې اغلی.»

که څه هم  د زیاد شمیر ولایتونو والسوالۍ او  بندرونه د طالبانو له لوري نیول شوي،خو حکومت وایي، اسلام کل او نور بندرونه د دوي په لاس کې دي او د توکو راکړه او ورکړه دوام لري،هغه څه چې وسله‌ وال طالبان یې ردوي او وايي، لاهم اسلام‌کلا سوداګریز بندر د دوی په لاس کې دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist