Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان – ازبېک درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

د صنعت اوونۍ له څلورم ملي نندارتون زرګونه خلکو لیدنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/01

د صنعت اوونۍ څلورم ملي نندارتون په ۷۰۰ غرفو کې غالۍ، مشروبات، برېښنایي وسایل او د کور وسایلو په ګډون بېلابېل داخلي صنعتي محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.

صنعتکاران وایي، تېرو پنځو ورځو کې د صنعت اوونۍ په مناسبت له دې څلورم نندارتون زرګونه کسانو لیدنه کړې او له سرپرست حکومت غواړي چې نړيوالو مارکېټونو کې د بازارموندنې له لارې يې توليداتو ته وده ورکړي.

صنعتکار ناصر احمدزی وايي: « دا ډول نندارتونونه زموږ د صنعت لپاره ډېره ګټه کوي. موږ کولی شو خپلو هېوادوالو ته د خپلو محصولاتو په اړه تشرېحات ورکړو او دوی ته وښیو چې دا شی په افغانستان کې تولیدېږي. همدارنګه له خلکو وغواړو چې له خپلو کورنیو محصولاتو ګټه واخلي.»

صنعتکار حاجي اکبر وايي: « موږ باید له خپلو تولیداتونو ګټه واخلو، ځکه زموږ تولیدات با کیفیته دي. موږ د ګول سیخونو په برخه کې له ۱۰ تر ۳۲ میلي مټرو پورې تولید لرو چې د ګرېډ پر کچه له ۶۰ تر ۷۵ ګرېډ ورکوي.»

ځینې نور صنعکاران د ځمکو او برېښنا کمښت له امله شکایت کوي او ترڅنګ یې په بازار کې د کورنيو توکو عوضي هغه هم د صنعتي توليداتو پر وړاندې خنډ ګڼي.

 دوی د سرپرست حکومت له ملاتړ سربېره غوښتنه کوي چې د کورنيو محصولاتو پر عوضي توکو دې تعرفې لوړې شي.

صنعتکار محمد شعیب وايي: « طبعا ً ستونزې شته، صنعتکارانو ته تر ټولو لویه ستونزه د برېښنا ده. موږ دا مهال د برېښنا له کمښت سره مخ یو او تمه لرو چې دا ستونزه ژر ترژره حل شي.»

صنعتکار سید جاوېد وايي: « نندارتون ډېر ښه دی، ډېر خلک راځي؛ په ځانګړې توګه د جمعې په ورځ ډېر کسان راغلي وو. ځینې راځي توکي اخلي او ځینې یې ننداره کوي، په ټوله کې نندارتون ډېرښه دی او موږ راضي یو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان د صنعتکارانو یادې ستونزې مني، خو ډاډ ورکوي چې ژر به ورته د ځمکو وېش او د دوی برېښنا ستونزې حل او فصل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ټولو ولایتونو په صنعتي پارکونو کې محترمو صنعتکارانو ته د ځمکو وېش له کومې ستونزې پرته روان دی. زموږ هر صنعتکار او سوداګر چې غوښتنه لري، باید راشي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته خپله عریضه ورکړي، ترڅو ځمکه ورکړل شي. د برېښنا په اړه هم هڅه کېږي چې دا ستونزه په ټولیزه توګه هواره شي. موږ په ځینو ولایتونو کې ۲۴ ساعته برېښنا لرو او په ځینو نورو کې تر ۱۸ ساعتونو برېښنا ورکوو.»

د صنعت اوونۍ څلورم نندارتون د لومړي ځل لپاره ښځينه متشبثو له حضور پرته په کابل کې پرانیستل شوی.

دې نندارتون ته ورغلې ښځې که څه هم ورته نندارتونه د کورنيو توليداتو د معرفي کولو په برخه کې مهم ګڼي، خو له سرپرست حکومته غواړي چې په راتلونکي نندراتون کې ښځنيه متشبثو ته هم د ګډون حق ورکړي.

د کابل اوسېدونکې شهلا وايي: « ما په دې نندارتون کې ولیدل چې زموږ هېواد کې ډېر توکي تولیدېږي او موږ باید ترې ګټه واخلو.»

د کابل اوسېدونکې فهیمه صدیقي وايي: « بې حده زیاته خوشاله شوم چې دلته راغلم او د هېواد تولیدات مې ولیدل، خو کاش زموږ سوداګرې او متشبثې ښځې هم دلته وای، هغوی هم زموږ ویاړونه دي.»

د کابل اوسېدونکې خدیجه وايي: « موږ دلته د هېواد تولید ډېر ښایسته توکي ولیدل او ډېر مو خوښ شول.»     

په پلازمېنه کابل کې د صنعت اوونۍ څلورم نندارتون په تېرو پنځو ورځو کې زرګونه کسانو لیدنه کړې. په دې نندارتون کې د اېښودل شویو صنایعو تولیدوونکي ټینګار کوي چې که د سرپرست حکومت له خوا یې ملاتړ وشي، کولی شي افغانستان ځان بسیاینې ته ورسوي.     

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist