Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د صنایع او پانګونې خونه: د بایډن وروستۍ پرېکړه غیر عادلانه ده 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/17

د بایډن د پرېکړې په اړه د غبرګونونو په دوام نن پنجشنبه د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۲۸ مه»  صنایعو او پانګونې خونې د یوه خبري کنفرانس پر مهال  د یادې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه وکړه.

د یادې خونې سرپرست سخي احمد پیمان د بندو پيسو د ازادولو غوښتنه وکړه او کنګل شوې شتمني يې د افغانانو وبلله. 

 پیمان د امریکا متاحده ایالتو ولسمشر جو بایډن له هغه فرمان سره مخالفت وکړ،چې ګنې د افغانانو د پانګې نیمه برخه دې د سپټمبر ۱۱ پېښې قربانیانو ته ورکړل شي.

پيمان زیاته کړه:«د بايډن وروستۍ پرېکړه،چې د افغانستان پيسې دې د سپټمبر پېښې قربانیانو ته ورکړل شي،دا د افغانستان د غریبو خلکو حق کې غیرې عادلانه پرېکړه ده، غیرې  قانوني ده او دا پر يو ملت ظلم  دی. د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه دغه پرېکړه په بشپړ ډول رد کوي.» 

د يادې خونې د نړيوالو اړیکو مرستیال فرید احمد مولوي زاده بیا وايي، کنګل شوې شتمۍ د سوداګرو پر وړاندې ستونزې پيدا کړي او که پانګه ازاده شي، دغه ستونزې به ژر حل شي. 

مولوي زاده زیاته کړه:« موږ نن ورځ د افغانستان په بانکونو کې پیسې لرو. زموږ په کارخانو کې خام مواد خلاص شوي دي، خام مواد نه لرو، خو پیسې نشو کولای،چې ټي ټي کړو خارج ته. واقعاؤچې دغه يوه لویه فاجعه ده.» 

د کنفرانس ځينې ويناوالو  له ملګرو ملتونو او په  ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو غږ وکړ،چې د بایډن د پریکړې مخالفت وکړي او د افغانستان  شتمني افغانانو ته وسپاري.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال حاجي ظریف ګل وايي:« اسلامي هېوادونه په دې برخه کې دومره لوی رول لري،که چېرته نن هغوی په يو شکل دغه غږ پورته کړ،د افغانانو سرمایه څه چې د ټولې پانګه نه شي خوړلی، دا خو يو مملکت دی، مسلمانان باید په دې کې سره یو شي،ما مخکې هم په خبرو کې وویل،زموږ چې څومره ګاونډي هېوادونه دي،دا ټول مسلمانان دي او دا ټول باید په کار شي، په دې خاطر که چېرته افغانستان کې بې ثباتي راغله، نو ټول ګاونډيان او نړۍ له دې افغانانو څخه بې ثباته کېدای شي، نو په کار دا ده،چې ټوله اسلامي نړۍ دې برخه کې يو غږ پورته کړي.» 

دافغانستان بانک له ۹،۶ میلیارډه ډالره کنګل شویو پیسو چې اووه میلیارده ډالر یې په امریکا کې دي، ولسمشر جو بایډن یې د نیمايي برخې په اړه یو اجرایوي فرمان ورکړی، چې له مخې یې د سپټمبر یوولسمې پيښې د قربانیانو وارثینو ته ورکړي،چې دغې پرېکړې یې په کور دننه او بهر توند غبرګونونه پارولي دي.

خبریال: یارمحمد پردېس

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist