Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د صرافانو ټولنه: د افغانیو بانک نوټونو له کمښت سره مخ یو 

admin by admin
2022/06/29

د هېواد په  بازارونو کې د افغانیو نویو بانکنوټونو کمښت  او زړو بانک نوټونو ‌ډېریدو خلک له ستونزه سره مخ کړي دي.

د افغانستان صرافانو ټولنې مشر عبدالرحمان ځېرک وايي، په بازازونو کې د افغاني بانک نوټونو  کموالي او ډېرزوړوالی د پولي معاملاتو او کاروباریانو پر وړاندې لویه ستونزه ده او له افغانستان بانک غواړي، بازار ته نوې بانک نوټونه وړاندې کړي.

ځېرک زیاتوي:« اړتیا شته ده،چې نوي افغاني بانک نوټونه بازار ته راشي، ځکه بهرنۍ مرستې هم ډېرې راروانې دي. ډالر هم په بازارونو کې زیات دي، نو باید یو څه افغاني بانک نوټونه راپیدا شي. هېله مې دا ده،که چېرې افغانستان بانک سره په خزانه کې نوي افغاني بانک نوټونه وي، بازار ته دې وړاندې کړي او که نه وي، دغه ستونزه باید حل کړي. د نويو افغاني بانک نوټونو چاپ لپاره باید هلې ځلې وکړي. موږ ته د افغانستان له ټولو بازارونو شکایتونه رارسېدلي،چې افغاني بانک نوټونه هم کم دي او هم زاړه شوي دي.»  

بل خوا سوداګروایي،که نوې  افغاني بانک نوټونه چاپ  نه شي، لويې او کوچنۍ راکړې ورکړې به له ستونزو سره مخامخ کړي.

یو تن سوداګر نصیر احمد عرب وايي:« د نویو افغانیو بانک نوټونو نه چاپېدل به په بازارونو کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي، ان تر دې چې کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ به ودروي. له دې اړخه په تجاري کچه ډېرې اندېښنې شتون لري، ځکه زړې پیسې به بازارونو کې د خپلې بیې په پرتله څو سلنه ټیټې وپلورل شي. »  

صرافان  ټولنې مشرر عبدالرحمان ځېرک وايي، د افغانۍ  واړه بانکنوټونه سولیدلي او  ډېری یې د چلښت وړ نه دي او همدا لامل دی،چې هټيوال او صرافان له عامو خلکو دغه پيسې نه شي اخېستلی.

هغه زیاته کړه:«  په بازارونو کې افغانۍ ستونزې رامنځته کړي، ځکه له یوې خوا افغاني بانک نوټونه کم دي او له بلې خوا دا بانک نوټونه ډېر زاړه شوي دي، په ځانګړي ډول پنځه سوه ګون او له هغې واړه بانک نوټونه. نو یو لامل همدا دی،چې افغانۍ  د ټولو اسعارو پر وړاندې قوي ده، ځکه کمه ده.» 

دا په داسې حال کې ده،چې له تیرو څو میاشتو راهیسې ګڼ هېوادوال د افغاني بانک نوټونو له کموالي او زړښته شکایت لري او له افغانستان بانک غواړي،چې زاړه بانک نوټونه له بازارونو ټول کړي او نوې چاپ شوې بانک نوټونه  بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک ویاند بیا د خلکو غوښتنو او د صرافانو ستونزو په تړاو خبرو کولو ته حاضر نه شو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist