Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شهباز شریف ادعا؛ افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي په ګډون یو شمېر وسله وال فعاله دي

د شهباز شریف ادعا؛ افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي په ګډون یو شمېر وسله وال فعاله دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/29

د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو ۷۹ عمومې ناستې ته د وینا پرمهال یوځل بیا پرافغانستان تور پورې کړی چې په دې هېواد ګې ګڼ شمېر وسله والې ډلې فعالیت لري.

شهباز شریف په خپلو خبرو کې د داعش خراسان څانګې، القاعده شبکې، پاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ نومونه اخیستي او وايي، دا ډلې په افغانستان کې حضور لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.

شریف غوښتنه کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت باید د دغو ډلو له منځه وړلو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي او هغه ډلې وځپي چې د ده په خبره پر ډېورنډ فرضي کرښه اوړي او په پاکستان کې بریدونه کوي. 

هغه زیاته کړې: « سرپرست حکومت باید بشري حقونو، د افغان ښځو او نجونو حقونو او د حکومت ټول ‌شموليت ته وده ورکړي. باید په ځانګړي ډول په افغانستان کې دننه د ترهګرو ډلو له منځه وړلو برخه کې عملي ګامونه پورته کړي او په تېره بیا د هغو ډلو پر وړاندې جدي اوسي چې د کرښې له اوښتو سره ترهګریز بریدونه کوي. په دغو ډلو کې د داعش خراسان شاخه، القاعده، ټي‌ټي‌پي، د مجید قول اردو اړوند وسله ‌وال یا بي‌اېل‌اې او نورې ډلې شاملې دي چې له بده مرغه په افغان خاوره کې لیدل کېږي.»

خو اسلامي امارت بیا وايي، افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی او نه هم په افغانستان کې بهرنیو وسله والو ډلو ته د فعالیت اجازه ورکول کېږي ترڅو له افغان خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي: « موږ د ګاونډیو هېوادونو د مثبت دریځ هرکلی کوو، افغانستان د هېچا پر وړاندې ګواښ نه دی. دلته بهرنیو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي او نه څوک پرېږدو چې له افغان خاورې نور هېوادونه وګواښي.»

بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې د ورته تورونو په غبرګون کې ویلي، څوک چې په افغانستان کې د ډلو ټپلو د شتون تور لګوي، باید ثبوتونه وړاندې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي موده وړاندې یوې خبرې ناستې ته د خبرو پرمهال وویل، دغه ډول تورونه قصدا ً په افغانستان پورې کېږي، خو اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې هېڅ ډلې ټپلې مرکز نه لري او نه هم نورو ته ګواښ پېښولی شي.

هغه زیاته کړې: « پر افغانستان تور پورې کېږي چې دلته داعش یا نورې ډلې موجودې دي، نو مهرباني  وکړي یو څوک دې ثبوت وړاندې کړي. پر افغانستان هر ډول لګول کېدونکي تورونه یا د ناسمو مالوماتو له مخې دي یا هم قصدا ًله ځانه جوړیږي. نه په افغانستان کې ډلې ټپلې شته او نه څوک د افغانستان خاوره د بل پر ضد کارولی شي.»

له بلې خوا، د سیاسي چارو شنونکي د شهباز شریف څرګندونې په نړیوال سټېج کې د افغانستان بدنامولو یوه هڅه او د پاکستان وروستی دریځ بولي.

 د دوی په اند، د افغانستان په تړاو د پاکستان د پوځ، ملکي حکومت او سیاستوالو دریځ یو دی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په تړاو د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې اسلام آباد هېڅکله باثباته افغانستان نه غواړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې اړه وايي: « د شهباز شریف څرګندونې د پاکستان لومړنۍ او وروستۍ څرګندونې نه دي بلکې له الف څخه تر یا ټول پاکستانیان، د هغوی نظامیان، سیاستوال او اپوزیسون د یوه کمزوري، لوېدلي او ځورېدلي افغانستان غوښتونکي دي. دوی په افغانستان کې سوله، ثبات او ټیکاو نه غواړي. نه یوازې په ملګرو ملتونو کې د شریف څرګندونې بابېزه، بې ګټې او بې اسنادو دي، بلکې د ترهګرو پالنه د پاکستان یوه سیمه ییزه پالیسي ده.»

د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې له افغان لوري وغوښتل چې د بشري حقونو ترڅنګ د نجونو او ښځو حقونو ته پام وکړي او یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

کابل د حکومت څرنګوالی، د ښځو او نجونو حقونه د افغانستان کورنۍ موضوع بولي او په دې تړاو د نورو هېوادونو څرګندونې په خپلو کورنیو چارو کې لاسونه ګڼي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist