Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د شمشاد ټلوېزیون ۱۶ کلن رسنیز فعالیت وستایل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/17

د شمشاد ټلوېزیون د شپاړلسمې کالیزې په اړه د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۲۷ مه»   جوړو شویو مراسمو کې د مخکېني حکومت چارواکو،سیاسیونو، ژورنالیستانو او د شمشاد پخواینو کارکوونکو کډون کړی وو. 

له نن پوره شپاړلس کال وړاندې د فبرورۍ پر شپاړلسمه نېټه شمشاد ټلوېزون خپل فعالیت پيل کړ،چې له خبرونو سربېره یې لسګونه ټولنیزې، روغتیا، تعلمي، دیني او تفریحي خپرونې جوړې کړې او په کم وخت کې یې د هېواد په ټولو ولایتونو او نړۍ کې د فعالیت ساحه پراخه شوه.

شمشاد تلوېزون د شپاړلسمې کالیزې په مناسب پخواني ولسمشر حامد کرزي، یو شمېر سیاسیونو، لیکوالانو، ژورنالیستانو او ګڼو لېدونکو پیغامونه  هم استولي دي. 

د مراسمو ګډونوالو  د شمشاد ټلوېزیون رسنیز فعالیت، اطلاع رسونه او د ملي ارزښتونو د ساتنې او پالنې لپاره ترسره شوې هڅې وستایلې. 

د ننګرهار پخوانی والي ضیاء الحق امرخېل وايي، شمشاد د اسلامي او افغاني کلتور د پالنې لپاره یو اوږد  مزل کړی او د دې مزل دوام غوښتنه وکړه.

امرخېل زیاته کړه:« شمشاد ټلوېزیون په ۱۶ کلونو کې کافي زیار او زحمت وباسه. شمشاد ټلوېزیون له افغانانو استازيتوب وکړ. شمشاد د افغانانو غږ تر نړۍ ورساه او شمشاد په هر حالت کې د فغانانو تر څنګ پاتې شو.شمشاد هغه نړیوال راډ‌یو ټلوېزیون دی،کومې ملي ورځې چې په افغانستان کې له  کلونو کلونو راهیسې نه نمانځل کېدې، دوې د هغوی مخکښ دي او د هغو نمناځل یې پیل کړل.» 

د پښتو ژبې لیکوالان هم خوښ دي،چې شمشاد  تل د  پښتو ژبې د ودې لپاره کار کړی،د ملي ګټو او یووالي ساتنه کې یې اغېزمن رول لوبولی دی.

د پښتو ژبې لیکوال  لعل پاچاه آزمون وايي:« افغاني ارزښتونو ته په کتو،د رسنیو اصل ته په کتو،شمشاد ته لاره پرانېزي او د شمشاد په مخ کې پراته کوم خنډونه چې دي او ولس یې تقاضاء او هېله لري،هغه لرې کړي،هغه دا دي،چې شمشاد غواړي،په هېواد کې د ملي ارزښتونو ننګه وکړي.»

د شمشاد پخواني کارکوونکي بیا وايي، په ډېرو سختو شرایطو کې یې د افغانان غږ پورته کړی او تل یې هڅه کړې،چې ملي ارزښتونو ته درناوی وکړي.

د شمشاد پخوانی کارکوونکی عنایت الله دیدار وايي:« په تیرو ۱۶ کلونو کې له ژبپوهنې رانیولې، تر سایکلوجي، تر طب ،تر دنیات، تر فلسفې، تر ادبیاتو په دغو ټولو برخو کې که موږ وګورو،نو د شمشاد په دغه خطه باندې په دغه افغاني جغرافیه باندې ډېر لوی اثر دی.» 

د شمشاد یو بل پخوانی کارکوونکی احمد فرید هوتک بیا وايي:«  ډېر زیاد خوښ یم،چې شمشاد خپرونې په سکرین کې راځم. همدا راز درته ویلی شم،چې شمشاد ټلوېزیون سپورت ته یې هغه څه کړي،چې نه هېریدونکي دي او د تاریخ په لیکو کې ثبت شوي دي. » 

غوښتنه د اده، چې اوسنۍ حکومت دې د شمشاد  په څېر له رسنیو سره خپله همکاري او ملاټر زیات کړي. 

د شمشاد ټلوېزیون د سیاسي خپرونو پخوانی مسوول بشیر هاتف  وايي:«  مفکوره دا ده،چې باید خلک راویښ شي،خلکو ته ذهنیت ورکول شي،خلکو ته اطلاعات ورسیږي،خلکو ته مالومات ورسیږي،د کلتور د ودې او پیاوړتیا لپاره کار وشي،شمشاد داسې یوه رسنۍ ده.» 

د شمشاد ټلویزیون شپاړلس کلن رسنیز مزل  له ستونزو، ننګونو سره مل وو،په دې موده کې داعش وسله والې ډلې ته منسوب وسله ‌والو په 2017 زېږدیز کال کې پر شمشاد برید وکړ،ودانۍ ته دننه شول،درې ساعته یې مقاومت وکړ، چې پایله کې یې د شمشاد یو ساتونکی شهید او له شلو زیات نورکارکوونکي ټپيان شول. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist