Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شمالي وزيرستان قومي مشر شېر محمد د نامالومو وسله‌والو له لوري وژل شوی

د شمالي وزيرستان قومي مشر شېر محمد د نامالومو وسله‌والو له لوري وژل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/08

د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې قومي مشر حاجي شېر محمد د سه‌ شنبې  ورځ په مازیګر د نامالومو وسله‌والو له لوري د پاکستاني پوځيانو پوستې ته څېرمه په ډزو وژل شوی دی.

نوموړی د شمالي وزيرستان د اتمانزو قومي مشر او د مبارز شخصيت حاجي ميرزا علي خان، چې خلکو د ايپي فقير لقب ورکړی لمسی دی.

حاجي شېرمحمد د قومي مشرۍ په دوران کې پر خپل قوم سربېره په شمالي او سوېلي وزيرستان کې د ټولو قومونو د يووالي لپاره مبارزه کړې او له وروستيو دوو کلونو راهيسې یې د پاکستان د حکومت هغې پرېکړې پر وړاندې ولاړ وه، چې په وزيرستان کې يې د کانونو د استخراج په موخه کړې.

د وزيرستان قومي مشران وايي، حاجي شېرمحمد د وزيرستان په کانونو کې د ځايي خلکو د حق غوښتونکی وه او اجازه يې نه ورکوله، چې د پاکستان حکومت ځايي خلکو ته له حق ورکولو پرته خپلسرې کان کېدنې وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بيا د حاجي شېرمحمد د ترور پېښه دسيسه بولي او وايي، په قبايلي سيمو کې مخکښ قومي مشران په دې موخه په نښه کېږي، څو قومي يووالی زيانمن او خلک له قومي پلوه کمزوري شي.

دوی نيوکه کوي،چې د هدفي وژنو له ورته پېښو وروسته، بريدګر په سړه سينه له سيمې وځي او د پاکستان امنيتي ځواکونه يې د نيولو هڅه نه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی علم زېب مسعود وايي:« دلته يو فيلډر موټر راځي او زموږ درې تنه په نښه کوي، چې دوه يې وژل کېږي او يو ټپي کېږي. دا هغه مرمۍ دي، چې موږ د پېښې له ځایه ترلاسه کړي دي، خو له دې اندازه ولګوئ، دلته د پوځ پوسته او هغه ملکي روغتون دی. بيا هم بريدګر روغ سلامت له سيمې وتلي دي.»

د حاجي شېرمحمد د ترور پېښې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو مطرحو څېرو غبرګونونه هم پارولي دي.

حامد کرزي پر خپل ټوېټر پاڼه کې د حاجي شېرمحمد وژل کېدل په قومي کچه لويه ضايع بللې ده.

کرزي زیاته کړې:« په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ،چې قومي مشر او مخور حاجي شېر محمد وزیر د شمالي وزیرستان په ميرعلي سیمه کې د وسله‌والو له خوا په شهادت رسېدلی دی. د حاجي شیر محمد وزیر مړینه لویه ضایعه ده.»

په شمالي او سويلي وزيرستان کې د قومي مشرانو د ترور دا لومړۍ پېښه نه ده. له دې وړاندې پر يادو سيمو سربېره په ډېری قبايلي سيمو کې هغه قومي مشران په نښه شوي، چې د خلکو لپاره د حقونو غوښتنه کوي.

ځايي خلک او قومي مشران د پاکستان پوځ تورنوي، چې د قومي مشرانو او ځايي فعالانو د هدفي وژنو تر شا ولاړ دی او د مخنيوي په موخه يې هېڅ ډول هڅه نه ده کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist