Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شهباز شريف په پاکستان کې د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله جدي اندېښنه ښودلې

د شریف ادعا؛ پاکستان ته لاهم د افغانستان له خاورې ګواښونه متوجې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/27

د پاکستان او هند ترمنځ د جنجال پر دوام  د ياد هېواد لومړي وزير شهباز شريف يو وار بيا پر افغانستان تور لګولو ته مخه کړې او تازه يې ويلي، لاهم دغه هېواد ته له افغانستانه ګواښ متوجې دی.

هغه دا څرګندونې په پاکستان کې د يوه پوځي پرېډ پرمهال کړې او ويلي يې دي، هېواد يې لېواله دی چې له افغانستان سره په سوله‌ کې واوسي، خو د نوموړي د ادعا له مخې، په دې اړه د پاکستان پر هڅو سربېره هم د افغانستان له خاورې ورته ګواښ موجود دی.

شریف زیاته کړې:« موږ ډېره لېوالتيا لرو چې له افغانستان سره  د تل په سوله کې واوسو. له بده مرغه په دې اړه زموږ پر صادقانه هڅو سربېره هم ترهګريز فعاليتونه د افغانستان له خاورې کېږي. موږ به له ورور او ګاونډي هېواد افغانستان سره د ښو اړيکو لرلو او متقابل پوهاوي هڅو ته دوام ورکوو.»

له هند سره پر جنجال اخته شهباز شريف دا هم وايي، پر ضد يې د افغانستان خاورې د کارېدو په صورت کې له دې هېواد سره د ښو اړيکو لرلو امکان نشته او اړتيا ده چې په دې برخه کې ګډې هڅې وشي.

هغه په دې اړه وايي:« که څه هم موږ د افغانستان سرپرست حکومت ته له کابل سره سوله‌ييزو او د ګاونډيتوب اړيکو لرلو په اړه خپله لېوالتيا ښودلې؛ خو دا روښانه پيغام مو هم ورکړی، څو چې د افغانستان له خاورې تحريک طالبان پاکستان پر پاکستانيانو د بريد لپاره استفاده کوي، دا کار ناشونی دی.»

خو سرپرست حکومت د پاکستان لومړي وزير څرګندونو په اړه څه نه وايي.

 بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، په اوسنیو شرایطو کې چې د پاکستان اړیکې له هند سره کړکېچنې دي، هڅه کوي په ورته څرګندونو سره وضعيت مهار او افغانستان د ترهګرۍ په تور تورن کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي:« دوی دا دوه مخې پالیسي پر مخ بیايي. اوس دلته د اسلامي امارت مشرانو ته په کار ده چې داسې واضح او غوره پالیسي جوړه کړي چې وکولی شي د افغانستان په اړه چې دوی (پاکستان) کومې څرګندونې کوي، دغه څرګندونې پر دوی ورواوړي. پر دوی ور تاوان شي، ځکه چې دا هر څه په دوی کې دي. ستونزې ټولې په دوی کې دي.»

دا داسې مهال ده، چې روانه اپریل میاشت کې د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي پر مشرۍ د پاکستان دوه بېلابېل پلاوي کابل ته راغلي وو، چې د افغانستان له چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو پر شریکو مسایلو خبرې وکړې او د اړیکو د استحکام لپاره دواړو لوریو د سوداګرۍ، ټرانزېټ او د کډوالو ستونزو د حل په برخه کې ژمنې کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist