Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شانګهای همکاریو سازمان: افغانستان لاهم جدي ننګونو سره مخ دی

د شانګهای همکاریو سازمان: افغانستان لاهم جدي ننګونو سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/31

د شانګهای همکاریو سازمان منشي د ریا نووېستې په نوم له یوه روسیې خبري اژانس سره په تازه مرکه کې د افغانستان د اوسني حکومت پر لاسته راوړنو او شته ننګونو غږېدلی.

نورلان یرمېکبایوف په راتلونکې کې له افغانستان سره د شانګهای همکاریو سازمان د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي،  دغه سازمان له افغانستان سره پر دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو بوخت دی او دلته وضعیت له نږدې څاري او ارزوي.

د دې ترڅنګ یرمېکبایوف ویلي، افغانستان کې د پرمختګونو سربېره لا هم په بشري، ټولنیزو او اقتصادي برخو او په ځانګړي ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ښځو او نورو زیان‌منونکو اقشارو د حقونو نه تامین په برخو کې جدي ستونزې او ننګونې موجودي دي.

هغه زیاته کړې:« د افغانستان اوسنی وضعیت نسبتا باثباته بلل شوی او د دې هېواد په اقتصادي شرایطو کې هم د پام ‌وړ بدلون رامنځته شوی؛ خو له دې سره سره افغانستان لاهم په بشري، ټولنیز- اقتصادي پرمختګ، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ښځو په څېر د ټولنې ډېر زیان‌منونکو ډلو د حقونو تامین په برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دی.»

یرمېکبایوف ویلي،  د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۴ز کال د جولای په څلورمه د استانې د ناستې په اعلامیه کې د خپلواک، بې طرفه او له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو د پاک افغانستان غوښتنه مطرح کړې چې په ټکو یې دا پخپله د افغانستان په تړاو د غړو هېوادونو ګډ درک بیانوي.

هغه د افغانستان سولې او پرمختګ په تړاو د نړۍوالې ټولنې له هڅو د ملاتړ کړی؛ خو ترڅنګ یې د ټولو په خوښه او حضور د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل د دایمي سولې او ثبات لپاره یوازینۍ حللاره بللې.

یرمېکبایوف په دې اړه ویلي:« د شانګهای همکاریو سازمان غړو د نړۍوالې ټولنې له هغو هڅو د ملاتړ ژمنه کړې چې د افغانستان سولې او پرمختګ په برخه کې روانې دي. غړو هېوادونو دغه راز پر دې ټینګار کړی چې د یوه داسې ټول ګډونه حکومت رامنځته کېدل چې د ټولنې ټول اړخونه او د سیاسي جریانونو استازي په کې برخه ولري؛ افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د راتلو او ټنګښت لپاره یوازېنۍ حللاره ده.»

حکومت زموږ له اړیکو سره سره د نوموړي دې څرګندونو ته څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې د شانګهای همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره د هراړخیزو همکاریو پر ودې او پیاوړتیا غوښتنه کړې؛ خو د ټولګډونه حکومت رامنځته کول یې د افغانستان کورنۍ مساله بللې او له هېوادونو یې غوښتي چې په دې تړاو له نظر ورکولو او د نسخو له وړاندیزه ډډه وکړي.

د دې ترڅنګ ټاکل شوې د روانې اګست میاشتې پر۳۱مه او سپټمبر په اوله د چین په تیانجین ښار کې د دې سازمان ۲۵مه دوه ورځنۍ ناسته وشي، چې د روسیې او هند مشرانو او د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او سازمانونو مشران په کې برخه اخلي؛ خو په کې د افغاستان حکومتي استازي ګډون په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي:« یوازې د امنیت خبره نه ده، یوازې د دې خبره نه ده چې سړکونه جوړېږي یا ځېنې بندونه جوړېږي، دا مهمه خبره ده، ولې ترڅنګ یې بله مهمه خبره دا ده چې هلته د انسانانو حقوقو ته پاملرنه وشي، ښځې د کار له حقه برخمنې شي او نجونې د زده کړو له حقه برخمنې شي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« دا چې په چین کې به د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه سره راټولېږي، نو پخوا هم افغانستان ته د ناظر رول ورکړل شوی و، نو لا تر اوسه پورې موږ ته دا مالومات نه شته چې ایا د افغانستان استازی به هلته وبلل شي او که نه. که وربلل کېږي، په څه ډول به وربلل کېږي؟ بیا به د ناظر حیثیت لري او که پوره صلاحیت به ولري.»

دا داسې مهال ده چې د شانګهای همکاریو سازمان عمومي منشي نورلان یرمېکبایوف د روان کال په ۱۱مه او ۱۲مه د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغانستان په تړاو د یوې مشورتي ناستې د جوړېدو خبر هم ورکړی چې په کې به د روان هراړخیز وضعیت او پر سیمه یې د اغیزو ترڅنګ، له کابل سره د همکاریو پر لارو چارو، امنیت او ثبات بحثونه ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist