Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیر خان متقي: اسلامي امارت له هېڅ لوري سره د ناندریو غوښتونکی نه دی

د سیمې له هېوادونو د متقي غوښتنه؛ داعش د ټولو ګډ دوښمن دی او خپله خاوره کې ځای مه ورکوئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/14

سره له دې چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د داعش د احتمالي حضور او فعالیتونو په اړه اندېښنې ښيي، خو یادې ډلې په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان دننه تر ټولو خونړي او پېچلي بریدونه ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په پکتیا کې د شهید خلیل الرحمن حقاني جنازې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، دغه بریدونه د افغانستان له پولو بهر پلان او او په افغانستان کې اجراء شوي دي.

متقي زیاته کړې، په تېرو اوو میاشتو کې داعش ډلې په افغانستان کې ۷ بریدونه ترسره کړي چې د کشفي ادارو له پلټونو څرګنده شوې د دغو بریدونو له ډلې شپږ هغه ‌يې له هېواد بهر طرحه شوي وو.

 د متقي په خبره، پر شهید خلیل الرحمن حقاني د برید په اړه هم څېړنې روانې دي او ژر به روښانه شي چې دا برید له کوم ځایه پلان شوی و.

هغه په دې اړه وايي:« په تېرو اوو میاشتو کې داعشیانو په افغانستان کې ۷ حملې کړې دي، هغه حملې چې تلفات یې درلودل. د اسلامي امارت د استخباراتو د پلټنو له مخې، په دې اوو حملو کې د شپږو حملو پلان ګذاري له افغانستانه د باندې شوې. د دې پېښې به هم تحقیق روان وي، نتایج به لاس ته راځي چې پل یې چېرته درېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي بیا ویلي، امریکا په افغانستان کې د داعش د ګواښ په اړه وړاندې هم خبرداری ورکړی او د امریکا مالومات ښيي چې دغې ډلې په ښکاره اسلامي امارت تر خپل نظر لاندې نیولی.

خو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د کوم هېواد نوم له اخیستلو پرته، له هېوادونو وغوښتل چې داعش وسله واله ډله د ټولو کډ دوښمن دی او په خپله خاوره کې دې ځای نه ورکوي.

مولوي امیر خان متقي دغه راز پر ګاونډیو او سیمې هېوادونو غږ وکړ چې د داعش ډلې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

هغه زیاتوي: « موږ په ټولو هغو هېوادونو باندې غږ کوو چې ګورئ په داسې ظالمانو سترګې مه پټوئ؛ دا هم ستاسو په تاوان دي او هم زموږ. داسې ظالمانو ته اډې مه ورکوئ او داسې ظالمان په خپل لستوڼي کې مه ساتئ.»

متقي د خپلو خبرو په دوام دا هم وویل چې هېڅوک نه شي کولی  د اسلامي امارت ترمنځ اختلافات یا درځ رامنځته کړي او زیاته یې کړه، اسلامي امارت په تېرو ۳۰ کلنو کې د نړۍ لویو استخباراتي قوتونو تقیسم او کمزوري نه کړ او له دې وروسته به هم په دې موخه هر ډول هڅې ناکامې شي.

متقي زیاته کړه: « اسلامي امارت په تېرو ۳۰ کالو کې لویو قوتونو او استخباراتو تقسیم نه کړ، ضعیف یې نه کړ او په اختلاف کې یې وا نه چاوه، له دې وروسته دې هم څوک زړه نه ښه کوي. دا اسلامي امارت به مضبوط وي، متحد به وي، په حقه لار به روان وي، د الله دین به نافذوي، د هېڅ ظالم پروا به نه کوي او د هېڅ خطر پروا به نه کوي.»

د پوځي چارو کارپوهان ادعا کوي او وایي، د داعش وسله ډلې مرکزونه او روزنځایونه له افغانستانه بهر په دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان  کې دي او په  خبره یې، دغه هېوادونه هڅه کوي اوسنی نظام د امنیت له اړخه کمزوری او خپلو اهدافو ته ورسېږي.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې ملکرو ملتونو سره مستقیم ډول خبرې وکړي، ترڅو ګاونډیو هېوادونو کې د داعش وسله والې ډ‌لې مخنیوی وکړي.

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « په خلیل الرحمن باندې دغه تروریستي برید کې د استخباراتي کړیو لاس دی. د همدغو نړیوالو هېوادونو او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان لاس دی. څلور کاله کېږي چې طالبان پر افغانستان حاکم دي، امنیت یې ټینګ کړی او دا مساله دغو ګاونډیو هېوادونو او هغو هېوادونو ته چې په افغانستان او سیمه کې سیاسي موخې لري، د منلو وړ نه دی.»

د سیاسي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « پاکستان او د هغوی استخبارات په ډېر اسانه توګه کولی شي د داعش تر چتر لاندې عملیات وکړي او پړه یې پر داعش واچوي.» 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له دې وړاندې هم ویلي وو چې د افغانستان دری ګاونډي هېوادونه د داعش ملاتړ کوي او دغې ډلې ته یې په خپله خاوره کې روزنځایونه او مرکزونه  ورکړي او د سیمې امنیت ته یې ګواښ پيښ کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist