Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سړو خونو نه شتوالي له امله کروندګر او سوداګر له مالي زیانونو سره مخ دي

د سړو خونو نه شتوالي له امله کروندګر او سوداګر له مالي زیانونو سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/02

افغانستان د کرنیزو منابعو له پلوه یو له بډایه هېوادونو څخه دی. د دې هېواد نږدې ۸۰ سلنه وګړي په کرنه بوخت دي او د کرنې حاصلات د اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت لري.

خو کروندګر یې د حاصلاتو د ساتنې، د تولیداتو پر وړاندې د شته خنډونو له منځه وړلو او نړیوال بازار ته يې په لوړ کیفیت د وړاندې کولو غوښتونکي دي.

افغان کروندګر وایي، د سړو خونو نه شتوالي له امله هر کال د خپلو کرنیزو حاصلاتو راټولولو پرمهال له جدي ستونزو سره مخ وي او اړ کېږي چې خپل محصولات په ارزانه بیه وپلوري.

کروندګر سیدعالم وايي: « ډېر باکیفیته جنس لرو، خو له بده مرغه سړې خونې نه شته. د دې مالي زیان هم بڼوال ته دی او هم سوداګرو ته. که چېرې موږ سړې خونې ولرو، کولی شو په بل فصل کې همدا توکي په لوړه بیه وپلورو.»

یوبل کروند ګر حضرت ګل وايي: « افغاستان یو کرنیز هېواد دی او زیاتره وګړي یې پر کرنه بوخت دي، نو د دوی د حاصلاتو د ساتلو لپاره سړې خونې ډېر مهمې دي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی په سړو خونو کې د کرنيزو محصولاتو ساتل یوه اړتیا بولي او په خبره یې، که دا ستونزه حل نه شي، په اوږدمهال کې د افغانستان پر ځان بسیاینې منفي اغېز کوي.

عبدالجبار ساپی زیاتوي: « موږ په افغانستان کې د خپلو مېوو او تازه ترکاریو لپاره پر سړو خونو فکر وکړو، ترڅو د مارکېټ د ضرورت په وخت کې موږ خپل اموال، تازه مېوې او ترکارۍ ورسوو؛ هغه که داخلي مارکېټ وي او که خارجي، ترڅو هم زموږ دهقان او هم زموږ تجار متضرر نه شي. باید د مارکېټ له اړتیا سره سم، له دې سړو خونونو مارکېټ ته ورکړو او صادر یې کړو.»

افغان سوداګر هم د سړو خونو پر جوړېدو او په دې برخه کې پر پانګونې ټېنګار کوي او په وینا یې، د سړو خونو نه شتون له امله ډېر کله له مالي زیان سره مخ وي.

سوداګر محمد هاشم وهاج وايي: « کله چې زموږ د مېوه جاتو د حاصل وخت وي، تورخم بندر بندېږي، پاکستان ستونزې جوړوي، ټکسونه او مالیه زیاتوي او دا د دوی کلنی کار دی او همېشته دوی وعدې کوي خو عملي کوي یې نه. خو برعکس تراوسه زموږ له خوا په امونو، کېلو، مالټو او نور پاکستاني توکو باندې هېڅ ډول بندیز نه دی لګولی.»

په ورته وخت کې حکومتي چارواکي هم د کروندګرو دا ستونزه مني او ډاډ ورکوي چې پر وخت د رسېدنې لپاره يې ځینو ولایتونو کې عملا د سړو خونو جوړولو چارې پیل کړې دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وایي، د سړو خونو جوړولو هڅې روانې دي او په خبره یې ان په یو شمېر ولایتونو کې د جوړولو چارې پيل شوې دي چې ورسره به د ډېرو کروندګرو ستونزې حل شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري زیاتوي: « که چېرې سړې خونې د کیفیت له مخې تقویه نه شي، نو ممکن زموږ حاصلات خوسا او خراب شي او په خاصو فصلونو کې به موږ ونه شو کولی په داخلي او نړیوالو بازارونو کې ترې ګټه واخلو. نو لازمه ده چې سړې خونې په ښارونو، ولسوالیو او ان په کلیوالي سیمو کې هم جوړې شي، ترڅو کولی شو د خپلو صادراتو کچه لوړه کړو.»

له کالونو راهیسې کروندګر له حکومت څخه د سړوخونو جوړولو، محصولاتو ته یې له حکومت د بازار موندنې او د اصلاحي تخمونو غوښتنه کوي، خو دغو غوښتنو ته لکه څنګه چې ښايي، پاملرنه نه ده شوې.

کروندګر وایي، د اوږدمهال لپاره کرنيز تولیدات بازار ته نه شي وړاندې کولی او د سړو خونو د نه ‌شتون له امله پرې شوی لګښت هم نه شي پوره کولی. دوی د دې لپاره چې کرنيز محصلات يې خراب نه شي، له حکومت د سړو خونو جوړولو غوښتونه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist