Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سپین بولدک لاره د مسافرو او باروړنکو موټرو پرمخ لاهم  تړلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/16

کندهار ولایت کې د سپین بولدک لاره هغه مهال د مسافرو او باروړنکو موټرو پرمخ وتړل شوه،چې د یکشنبې پر ورځ یو نامعلوم کس پر پاکستاني مليشو برید وکړ او یو کس یې په ډزو وواژه.

دغې پیښې سره سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ وسله‌ واله نښته وشوه او پاکستاني حکومت د سپين‌بولدک – چمن لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

اسلامي امارت يادې پیښې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د پيښې څيړلو لپاره یې باصلاحیته پلاوی ټاکلی دی.

 د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه د يوې خبرپاڼې په خپرلو سره د سپین بولدک  بندر کې په شوې پیښه خواشينې ښودلې او ويلي دي،چې د يادې پيښې څيړلو لپاره ځانګړی پلاوی  ټاکل شوی او پلټنې یې پیل کړې دي.

مجاهد زیاته کړې:«د کندهار ولایت له سپین بودلدکه چمن ته په ورتلونکي لاره د نامعلوم کس له لوري په پاکستاني امنیتي کسانو ډزي شوې دي،چې له امله یې یوتن پاکستانی عسکر وژل شوی.  د افغانستان اسلامي امارت په یاده پیښه خواشیني څرګندوي او د پیښې د څیړلو او عاملینو د پیدا کولو لپاره  یو لوړ پوړی  پلاوی ګومارل شوی او پلټني یې پیل کړې دي.   همدارنګه د اسلامي امارت امنیتي ارګانونه کوښښ کوي،چې د بیا لپاره د دا‌ ډول پیښو مخنيوي ته جدي پاملرنه وکړي.» 

پر دغه لاره تلونکې مسافر د لار بنديدو او پاکستاني مليشو ناسم چلن انديښن کړي دي.

یو تن افغان مسافر وايي:«موږ غواړو دا ستونزې حل شي. پر پېژندپاڼه راته اجازه راکړل شي.»  

شنونکي وايي،پاکستان تل د افغان مسافرو او کډوالو له مجبوريته ناسمه ګټه اخيستې او له کلونو راهیسې یې په سپن بولدک –  چمن لاره او  تورخم کې افغانان شکنجه او ځورولي دي.

د پوځي چارو شنونکی صادق شينواری وايي:« د دغې موضوع په اړه باید یو با صلاحیته پلاوی وټاکل شي،ترڅو دغه موضوع وڅېړي او د دغې شخړې اصلي انګیزه او علت روښانه کړي او هم د دغې موضوع په اړه د پاکستان سرحدي مسوولینو سره خبرې وشي.» 

 د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني بیا د پاکستان حکومت هغې پريکړې ته غبرګون ښودلی دی،چې ياد هېواد کې د ټولو هغو اوسېدونکو لپاره د وتلو ضرب الاجل ټاکلی،چې قانوني وخت ختم وي.

حقاني زیاته کړه:«  لکه څرنګه چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره او له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي،ښه تعامل غواړي، همدا هېله مو له ټولو ګاونډیو هېوادونو هم ده، چې هلته له مېشتو افغانانو کډوالو سره بد چلن ونه شي.» 

د سپین بولدک په سيمه کې پاکستانې سيمه ییزو چارواکو له افغان لورې غوښتي،چې بريدګر پیدا او دوی ته يې وسپاري.

دا پداسې حال کې ده،چې اوونې وړاندې د تورخم هاغاړې یو پاکستاني مسوول یوه افغانه ميرمن ځورولې او غیر اخلاقي چلن یې ورسره کړی وه،چې یادې پيښې د پخواني ولسمشر حامد کرزی په شمول د ګڼو افغانانو تند غبرګونه راپارولي وو او د هغه کس د نيولو او مجازات غوښتنه يې کړې وه.

خو  د يوې اوونۍ په تیريدو سره پاکستاني لورې د یادې پښې په تړاو هېڅ غبرګون ونه وښود.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist