Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سپین بولدک او چمن تر منځ پر دروازه کاروباریان:  د لارې له  بندیدو سره  مو کاروبار کمرنګه شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/07

په کندهار ولایت کې د سپین بولدک او چین ترمنځ پر لار هر ورځ نه یوازې زرګونه مسافر تګ راتګ کوي بلکي زرګونه نور ماشومانو، ځوانان، ښځې او ان عمر خوړلي کسان هم هره ورځ د کاروبار په موخه د یادې دروازې دواړو خواوو ته تګ راتګ کوي. 

دې کاروباریانو ته په سیمه یيزه لهجه ” لغړیان” ویل کیږي،چې هره ورځ د چمن او سپين بولدک پر دروازه د مسافرو توکي پر شاه او یا په کراچۍ کې  دواړو خواوو ته لېږدوي.

۱۵ کلن محمدخان،چې د خپلې کورنۍ د ګټې وټې یوازنۍ کس دی، دې سخت کار ته يې اوږه ورکړې ده.

دی وايي ډېر کله پر دې لار نه پرېښودل کیږي او آن سواګریز توکي هم ورڅخه اخېستل کیږي،خو په خبره یې دې وروستیو کې دا لاره نوره هم سخته شوې ده.

 هغه زیاته کړه:« د ورځې کله درې پیرې کوو، کله دوې. د ورځې په درې سوه، په پنځه سوه روپۍ کار کوو.»  

د چمن او سپين بولدک تر منځ له پاکستان سره پر دروازه نژدې ۱۲ زره کسان دکاروبار کوي،چې ان معلولین هم په کې شامل دي.

نجیب الله چې یو مالول دی او پر دې لار هره ورځ په لاسي کراچۍ کې د مسافرو توکي  انتقالوي، وايي، په دې ورستیو کې د لارې سختېدو سره سم یې کاروبار هم کمرنګه شوی دی.

هغه زیاتوي:« دغه کراچۍ چلو.  دوه نفره یو،بس دوه زره کاروبارکوو، د ورځې یوه یوه پیره کیږي. نوره اجازه هم نشته دی او کیږي هم نه، ډېره ګڼه ګوڼه ده.» 

دغه سوداګریز توکي چې د کرښې یو او بل طرف ته  لېږدول کېږي، مالیه نه پرې اخېستل کیږي،خو ډېر کله دغه کسان غیرقانوني توکي هم یو او بل لوري ته  وړي.

مسوولین وايي، په ناقانونه توګه د توکو وړل او راوړل جرم دی.

کمېسار مولوي عصمت الله یعقوب وايي:«چون  دواړو لورو ته اوبه نه شته دی. بل کاروبار نه شته دی، که د چمن خلک د، که د بولدک خلک دي د هغو دغه روزګار دی، نو زموږ د سروې مطابق له ۱۰ زرو څخه تر ۱۲ زرو کسان اوړي او راوړي د لغړیانو په نامه باندي.» 

له تېرو څو کلونو راهیسې د سپین بودلک – چمن پر دروازه د مسافرو لپاره د تګ راتګ  لاري سختي شوي،چې ورسره سم د چمن او سپین بولدک پر دروازه يې د  کاروباریانو کار او روزګار هم کمرنګه کړی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist