Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سپټمبر۱۱ قربانیانو کورنیو غړي: د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې خوشې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/18

پر افغانستان د  اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته، امریکا د افغانستان بانک شااوخوا ۹ میلیارده ډالره پانګه چې زیاته برخه یې په نړیوال بانک کې ده، کنګل اعلان کړه او له دغې پرېکړې وروسته افغانستان له اقتصادي او مالي بندیزونه سره مخ شو.

له لنډ ځنډ وروسته د  امریکا ولسمشرجوبایډن پریکړه وکړه،چې د کنګل شویو پیسو نیمایي برخه افغانستان ته د بشري مرستو په توګه لیږي او پاتې نورې به د سپتمبر د ۱۱ د قربانیانو کورنیو ته ورکړي.

وروسته له هغه،چې د القاعدې شبکې مشر الظواهري کابل کې ووژل شو، واشنګټن وویل، یو ډالر به هم افغانستان ته ورنه کړي.

د بايډن د دغې پریکړې په غبرګون کې د سپټمبر ۱۱ قربانیانو د کورنیو غړو تازه سپینې ماڼۍ ته لیک استولی او ویلي دي،چې کنګل شوې پیسې یوازې د افغانانو حق دی او دوی ته ورکول یې سم کار نه دی.

د لیک یوه برخه:« د افغانستان د ۷ میلیارده شتمنۍ څخه د سپټمبر ۱۱ د قربانیانو کورنیو ته د پیسو ورکولو پریکړه له قانوني پلوه شکمنه او له اخلاقي پلوه یو غلط کار دی. ژر امر وکړئ او و یې منئ،چې د افغانستان مرکزي بانک پیسې یوازې او یوازې افغانانو پورې اړه لري.» 

په دغه لیک کې ویل شوي،چې د ترهګرۍ قربانیان دې د خپل حق پوښتنه محکمو کې وکړي او د افغانانو شتمني د دوی حق نه شي جوړیدی. 

په لیک کې وړاندې ویل شوي،دوی د دغو پیسو اخېستلو ته اړ شوي او په هېڅ ډول یې غوښتنه نه ده کړې.

د لیک یوه برخه:« د سپټمبر ۱۱ د قربانیانو په ګډون د ترهګرۍ ټول قربانیان، په محکمه کې د دې ورځې د پوښتنې حق لري. دوی د هغو پیسو حق نه لري،چې په قانوني توګه د افغانانو ملکیت دی. د سپټمبر د قربانیانو د کورنۍ غړي په دې قضیه کې شامل شوي،ترڅو د بې وزله افغانانو پیسې له دوی واخلي.» 

که څه هم څو ځله د دغو شتمنیو د آزادلو په تړاو د افغانستان اسلامې امارت له امریکایي چارواکو سره خبرې کړي او ګڼ شمیر هېوادونو یې هم د خوشي کولو غوښتنه کړې،خو امریکا بیا تر اوسه کوم عملي ګام په دې برخه کې اخېستی نه دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist