Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سولې په چارو کې د دولت وزارت: وروستيو څلورو مياشتو کې طالبانو پر افغان ځواکونو ۲۲ زره بريدونه کړي

admin by admin
2021/07/29

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په څلور میاشتني راپور کې ویل شوي چې د روان ۱۴۰۰ کال د  حمل میاشتې له پيله تر جوزا میاشتې پورې وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونه په منځنۍ کچه هره ورځ ۱۸۳ لوی او واړه برېدونه کړي دي. 

راپور کې ویل شوي چې په همدې موده کې بیا ۲۴ زره طالبانو او ۵ زره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې دي. 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د څلور میاشتني راپور یوه برخه: « وروستيو څلورو مياشتو کې طالبانو ۲۲ زره بريدونه کړي. ۹۳ ځانمرګي بريدونه،۶۵۰ راکټي بريدونه، ۱۶۷۵ ماين چاودنې، ۸۴۴ هدفي وژنې او ۶۲۳ مخامخ نښتې او ډله ییز بریدونه.»

د سولې په چارو کې د دولت وزارت مالوماتو کې نه دي راغلي چې په دومره شمېر بريدونو کې افغان ځواکونو ته څومره زيان اوښتی دی.

د راپور یوه برخه: «په تېرو څلورو مياشتو کې ۵۵۸۷ ملګيان ټپيان او وژل شوي دي. وژل شویو کې ۱۴۴۶ نارينه، ۶۵۰ ښځې او ۹۲۵ ماشومان شامل دي.»

جګړه کې دواړه خواوې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو او پرمختګونو ادعاوې کوي، خو د جګړې لوی زيان عامو خلکو ته اوښتی دی.

د ماشومانو او لويانو په ګډون وروستيو څلورو میاشتو کې تر پنځو زرو زيات ملکيان وژل شوي او ټپيان شوي او لسګونه زره نور له خپلو مېنو بېځایه شوي، چې د نړیوالو بشري سازمانونو اندېښنې یې راپورته کړي دي.

د راپور یوه برخه کې راغلي:« څلورو مياشتو کې ۲۴۶۰۹ طالبان وژل شوي، ټپيان شوي او ځينې نیول شوي دي. د غبرګولې یا جوزا مياشت د طالبانو لپاره تر ټولو وژونکې وه، چې ۵۵۰۰ طالبان په ‌کې وژل شوي.»

عامه تاسياستو، اقتصادي، ښونيز او تحصلي سيستم هم له جګړې سخت زيان ليدلی.

د سولې وزارت د تاوتريخوالي د کمولو او څارنې مشر عبدالله هاشمي وايي: «د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې ۶۲۱ بابه ښوونځي تړل شوي، چې ۴۲ سلنه زده کونکي له زده کړو پاتې شوي.»

اخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا يوځل بيا ټینګار وکړ چې د جګړې زيانونه ټولو ته رسېږي او دوام یې هېڅ ديني رېښه نه لري.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستيال عطا الرحمن سليم وايي: « د جګړې لپاره اوس هم توجيه لټول کېږي، چې ګوندې مقدسه ده، خو ديني علماوو دا هرڅه واضيح کړي چې دا جګړه ديني رېښه نه لري.»

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په څلور مياشتني راپور کې راغلي، له کله چې بهرني ځواکونه وتلي، طالبانو هره مياشت په اوسط ډول پنځه دېرش سلنه بريدونه زيات کړي.

طالبانو د دې راپور په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ويلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist