Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سولې لپاره د جګړې د اړخونو شرطونه ساده شوي

admin by admin
2018/11/14

تحلیل کوونکي وایي، اوس د جګړې ټولې خواوې په دې باوري شوي چې د جنګ حل سیاسي لار ده.

افغان حکومت ویلي، د سولې په اړه ټول خنډونه له مخې پورته شوي او په دې برخه کې د یو شمېر هېوادونو هڅې هغه څه ګڼل کیږي چې د حکومت تر څنګ یې عام افغانان هم هیله من کړي.

د امریکا او روسیې له لوري د افغان سولې په برخه کې د ځینو ګامونو له پورته کېدو وروسته داسې ښکاري چې د جګړې ټولې خواوې د افغانستان د کړکېچ یوازینۍ حل سیاسي لار ګڼي.

اوس ولسمشر غني له هر بل وخت زیات باوري دی چې هېواد کې روان اوږد جنګ به یې په سوله بدلیږي.

تحلیل کوونکي وایي، د جګړې د خواوو له لوري د شرطونو ساده کېدل او په نړیواله کچه سولې ته د وسلوالو طالبانو لېوالتیا هغه ښکاره لمس کوونکي پرمختګونه دي چې ولسمشر غني یې زیات باوري کړی.

د مسکو له ناستې وروسته چې طالبان په لومړي ځل د کرملین په سټېج راڅرګند شول او په نړیواله او سیمه ییزه کچه یې د جګړې پرسر د هېوادونو هغه اجماع وننګوله چې د سولې پرځای په جګړې ټینګار و.

امریکا ،طالبانو او مسکو ترمنځ په خبرو کې انعطاف او د سولې په برخه کې د پاکستان رضایت نور هغه مهم ټکي دي چې افغانستان کې یې د ثبات لپاره هیلې لا ډېرې غښتلې کړي.

افغان حکومت باور لري چې د سولې په وړاندې جدي خنډونه ټول له مینځه تللي دي او اوس وخت د دې ده چې وسلوالو طالبانو سره مخامخ خبرې پیل او دا پروسه د بریالیتوب خواته لاړه شي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي ټینګار کړی چې داسې سوله دې وشي چې د افغانانو د یوې نیمې لسیزې پرمختګونه ونه ننګول شي.

سره له دې چې امریکا او روسیه غواړي افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي خو له بلې خو دواړه لوري یو پر بل سختې نیوکې لري چې ګڼې د افغانستان په کورنیو چاروکې لاس وهنه کېږي او جګړه اوږدیږي.

پنټاګون د افغان سولې په تړاو له قطر مننه کړې چې ځینو برخو کې یې زمینه سازي کړې چې طالبانو سره خبرې وشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist