Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سولې خبرو لپاره اوربند اړین دی

admin by admin
2019/12/05

د سولې خبرو لپاره اوربند او له هېواده بهر د طالبانو پټنځایونو له منځه وړل اړین دي.

ولسمشر غني زلمي خلیلزاد ته د امریکا د ولسمشر هغه خبره وریاده کړې چې د سولې د خبرو له پيل سره به د اوربند او بهرنیو هېوادونو کې د طالبانو پټنځایونه له منځه ځي.

ولسمشر غني او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه اوونۍ وړاندې په دې خبرې کړې وې چې د سولې د خبرو لپاره اوربند او د ترهګرو پټنځایونو له منځه وړل اړین دي.

دا چې په اوربند باندې افغان حکومت ټینګار لري، طالبان به له امریکا سره د هوکړې وروسته په دې تړاو پریکړه وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی چې بیا کابل ته راغلی، له ولسمشر غني سره یې د چهارشنبې شپه لیدلي او د سولې روانې پروسې په څرنګوالي یې بحث کړی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، ولسمشر غني زلمي خلیلزاد ته هغه خبرې وریادې کړي چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په بګرام هوایي اډه او ټلیفوني اړیکو کې کړي دي.

طالبان تراوسه د اوربند په تړاو رسمي څه نه وایي ، په تمه دي چې له امریکا سره هوکړه لاسلیک ، بیا د اوربند او بین الافغاني خبرو په تړاو خبرې وکړي.

د عامو خلکو تر څنګ د ولسي جرګې ځينې غړي هم په تمه دي چې له خبرو وړاندې اوربند به باور لا زیات کړي.

امریکا او طالبان قطر کې د رسمي خبرو د پيل لپاره چمتووالی نیسي، د خبرو بیا پيل د بندیانو له تبادلې وروسته کیږي  چې دواړو لورو یوبل نسبي اعتماد کې اخیستي دي.

طالبان ټينګار لري چې خبرې له هغه ځایه پیلوي، کوم ځای چې دریدلې وې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist