Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سولې امنین جرګې ټولنه: حکومت او طالبان د جګړې پر مهال د عامو خلکو ژوند ته پام نه کوي

admin by admin
2021/08/11

په کابل  کې نن چهارشنبه د « ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۰مه » د سولې امنین جرګې ټولنې « له پوهنتونه سنګر مه جوړوئ» تر عنوان لاندې ناسته جوړې کړې. 

د ناستې ګډونوالو پر حکومت او طالبانو دواړو نېوکې وکړې،چې د جګړې پرمهال د عامو خلکو ژوند ته پام نه کوي.

د دغې ټولنې بله نیوکه دا وه،چې هلمند کې له بُست پوهنتون نه د سنګر استفاده کېږي او طالبانو عامه تاسیسات پر نښه کړي.

د سولې امنین جرګې ټولنې مشر عبدالبصیر مجددي وايي:« ټول شیان له نابودۍ سره مخ دي.د جګړې ښکیل لوري او په ځانګړې توګه افغان ځواکونو د هلمند بست خصوصي پوهنتون د سنګر په توګه نیولی دی.»

د هلمند امنیتي مسوولین د بُست پوهنتون په تړاو څه نه دي ویلي.

دغې ټولنې روانه جګړه کې د ملکي وګړو پرمرګ ژوبلې اندېښنه وښوده او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه،چې روان وضعیت دې کنټرول کړي.

د سولې امنین جرګې ټولنې غړی سید مهدي حسیني وايي:« ملګري ملتونه باید اوسنی وضعیت کنټرول کړي.د بشر حقونو پر کمېسیون له دې امله  نیوکې کوو،کومې کړنې چې باید د هلمند په برخه کې ترسره کړي یا کړې وای، نه یي دي ترسره کړي.»

شااوخوا یوه میاشت کې طالب وسله والو د ګڼو والسوالیو تر څنګ د لس ولایتونو ښارونه سقوط کړي دي،چې له امله یې سلګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۶۰ زره  کورنۍ خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist