Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سوداګرۍ ګډه خونه: پاکستان سره لارو بندېدو سوداګرو ته۱۰۰میلیون ډالره زیان اړولی

د سوداګرۍ ګډه خونه: پاکستان سره لارو بندېدو سوداګرو ته۱۰۰میلیون ډالره زیان اړولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/10

شاوخوا يوه مياشت کېږي چې پاکستان ظاهراً له اسلامي امارت سره د وروستۍ لانجې له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ ټولې ځمکنۍ لارې تړلې دي او په دې توګه يې د ميليونونو ډالرو په ارزښت سوداګرو ته زيان اړولی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې معلومات ښيي چې په دې موده کې سوداګرو ته شاوخوا ۱۰۰ميليون ډالره زيان رسېدلی. له دې سره، د يو میليارد ډالرو په ارزښت په توکو بار ۲زره موټر لا هم د پاکستان له لوري د فرضي کرښې دواړو خواوو ته ایسار کړای شوي دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ریيس خان جان الکوزی وايي: « زموږ د کره شمېرو له مخې، په تېره یوه میاشت کې ۱۰۰ میلیون ډالره د افغانستان او پاکستان خصوصي سکټور ته زیان رسېدلی. همدارنګه، موږ له پاکستان سره د میاشتې ۲۰۰ میلیون ډالره تجارت او راکړه ورکړه لرو، خو اوس دا راکړه ورکړه په ټپه درېدلې؛ دا په خپله لوی زیان دی.»

د نوموړي په خبره، افغانستان او پاکستان په مياشتني ډول د شاوخوا۲۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت سوداګري لري چې اوس دا سوداګري د پاکستان د پرېکړې له امله په ټپه ولاړه ده.

د تازه مېوو کاروباريان او پلورونکي هم د اوښتي زيان له امله اندېښمن دي او له حکومت غواړي چې له پاکستان سره د لارو خلاصولو په اړه جدي هڅې وکړي.

د تازه مېوو یو تن کاروباري وايي: « د دې مڼو د هر من[۷ کیلو] بیه ۱۸۰ افغانۍ وه، خو موږ یې اوس یوازې په ۹۰ افغانیو خرڅوو. دا نورې مڼې موږ په ۱۵۰ افغانۍ خرڅولې، خو اوس یې په ۱۰۰ افغانۍ پلورو. د بازار وضعیت خراب دی، ځکه ځینې مېوې له تورخم او نورو ځایونو را وګرځېدې، ځکه ارزانه شوې.»

د تازه مېوو یو تن کاروباري وايي: « د مېوو د کاروبار وضعیت خراب دی. تاسو وګورئ د دې مڼو خروار له ۱۵ تر ۲۰ زره افغانیو و، خو اوس په ۱۰ زره دی، حتا د سرې مڼې تر ۸ زرو پورې پلورل کېږي، حال دا چې تېر کال تر ۱۴ زرو پورې خرڅېدې.»

د کندهار اوسېدونکی نعمت‌الله د پاکستان له لوري د لارو بندښت اړ کړی چې پېرلي انار د پلور لپاره کابل ته راوړي، خو وايي د انارو ډېره برخه یې خراب شوي او د ګټې تمه نه شي کولی.

نعمت الله زیاتوي: « انار ډېر دي خو لارې بندې دي او موږ ته تاوان کوي. د خلکو او بڼوالو پيسې را باندې دي، خو زه دومره نه لرم چې د دوی قرضونه ورکړم. زموږ هر یوه سوداګر ته له ۱۰ تر ۳۰ میلیونه افغانیو زیان رسېږي.»

له پاکستان سره د لارو خلاصولو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت زموږ اړيکو ته ځواب را نه کړ، خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ په ټپه ولاړ وضعيت ته په کتو، ځينې سوداګر وړانديز کوي چې پاکستان دې د لنډ مهال لپاره د کرښې دواړو غاړو ته ولاړو لاریو او بار لېږدونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي، ترڅو سوداګرو د لا زيانمنېدو مخنيوی وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist