Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سوداګرۍ او پانګونې خونه: افغانانو ته د وېزو ورکولو سره به د هند او افغانستان سوداګرۍ لا ډېره شي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: افغانانو ته د وېزو ورکولو سره به د هند او افغانستان سوداګرۍ لا ډېره شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/20

د جمهوري نظام له سقوط وروسته هند افغان وګړو ته د وېزو ورکړه محدوده کړه، خو تازه هندي رسنیو راپور وکړی چې هندوستان غواړي یو ځل بیا افغانانو او په تېره بیا افغان سوداګرو ته د وېزو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له هند سره یې کلنۍ سوداګري څه باندې شپږ سوه میلیون امریکايي ډالره ده، خو ډېره برخه یې واردات دي.

مسوولین زیاتوي، هند ته د افغانستان په صادراتو کې د وچو او تازه مېوو ترڅنګ طبي بوټي، زعفراڼ، غالۍ او ځینې نور توکي شامل دي.

د دوی په خبره،  که له هند سره د وېزو ستونزه حل شي، د افغان سوداګرو تجارت به لا ورسره پراخ شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ مرستیال محمد انور عارفي وايي: « له هند سره د اسلامي امارت د دولت اړیکې مخ په ښه کېدو دي. هند غواړي او ژمنه یې کړې چې د وېزو ورکولو په برخه کې له افغان سوداګرو سره همکاري وکړي. له افغانستان څخه هند ته په کېدونکو صادراتو کې ډېر توکي لکه وچه مېوه، تازه مېوه، اینجه او نور توکي شامل دي. له افغانستان سره د هند د تجارت اوسط کچه په کلني ډول ۶۴۸ میلیون ډالره ده.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس مومند وايي: « دا زموږ د هلو ځلو نتیجه وه چې موږ په تېرو درېیو میاشتو کې هندستان ته سفر وکړ او د هغوی د سوداګرۍ او تجارت خونې له مسوولینو سره خبرو کې مو قناعت ورکړ چې افغانستان اوس امن هېواد دی، فساد په کې نه شته او غوښتنه کوو چې تاسو له موږ سره ګډه پانګونه وکړئ. د ګډې پانګونې لپاره لومړنی شرط دا دی چې موږ یوبل ته وېزې ورکړو.»

افغان سوداګر وايي، غواړي له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره په متقابل درناوی ولاړ تجارت ولري، خو دا هغه وخت کېدای شي چې هېوادونه د وېزو د ورکړې ترڅنګ سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د دوی په خبره، همدا اوس یوازې متحده عربي اماراتو ته د کال نږدې ۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت دغالیو، لاسي صنایعو او همدا راز د تازه او وچو مېوو صادرات کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ مرستیال محمد انور عارفي وايي: « موږ عربي متحده امارتو ته غالۍ، لاسي صنایع، وچه او تازه مېوه صادروو چې په کلني ډول شاوخوا ۶۵ میلیون ډالره اټکل شوې او څرګندوي چې صادراتو مو د وارداتو په پرتله ښه دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس مومند وايي: « موږ غواړو په سیمه کې له ګاونډیانو سره ښې اړیکې او تجارت ولرو. د دې لپاره مهمه ده چې دواړه خواوو یوبل ته د وېزو ورکولو سهولتونه رامنځته کړي.»

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د تهران فورم ناسته کې چې د اسیا اکثریتو هېوادونو استازو په کې ګډون درلود وویل، د افغانستان اقتصاد مخ پر ودې روان دی او د سوداګرۍ په برخه کې له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تجارت لري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي: « موږ اوس په یوه داسې حالت کې یو چې اقتصاد مو په خپلو پښو درېږي. د مثال په توګه، اوسمهال موږ په کلني ډول یوازې له ایران اسلامي جمهوریت سره تر ۳ میلیارد ډالرو تجارت لرو چې صادرات او واردات په کې شامل دي.»

دا چې د وارداتو په پرتله د افغانستان د صادراتو کچه ټیټه ده، اقتصاد پوهان یې د توازن برابرولو لپاره په کور دننه بهرنۍ او داخلي پانګونه مهم ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « د دې ټولو لپاره مهمه ده چې په افغانستان کې پانګونه وشي، دا ټول یوازې د پانګونې له لارې کېدای شي؛ که دا بهرني پانګونه وي یا د افغانستان داخلي پانګونه او یا هم په مختلفو شکلونو په افغانستان کې سپما شوې پانګه وي. دا کولی شي د افغانستان په ټولو سکټورونو کې د تغییر لپاره فرصتونه چمتو کړي.»

اوس مهال افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو سره ټرانزیټ او سوداګري لري چې ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي. هڅه داده چې افغانستان د اسیا د ټرانزیټ پر څلور لارې بدل شي او هېوادونو ته  ډاډ دا دی چې اوس په افغانستان کې له بل هر وخت ښه امنیت تامین شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist