Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سرپل بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي د مواصلاتي لارو له خرابوالي شکایت کوي

د سرپل بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي د مواصلاتي لارو له خرابوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/20

د سرپل ولایت له مرکز سره د بلخاب ولسوالۍ نښلوونکی سړک، هغه لاره ده چې پرې تګ راتګ له خورا ننګونو ډک دی.

ځایي اوسېدونکي وایي، دغه ولسوالۍ په پراخه کچه د ډبرو سکرو کانونه لري اوهره ورځ ترې سلګونه ټنه سکاره استخراجېږي او زیات عواید ترې تر لاسه کېږي.

دوی ورځ تربلې د دې لارې ویجاړېدو ته اندېښمن دي.

 دوی له ولایتي مسوولینو او اړوند ادارو په دې اړه د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.

د بلخاب ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی میرویس وايي: « له بده مرغه د سیمې مواصلاتي سړکونه د هغو بار وړونکو موټرو د تردد له امله ویجاړ شوي چې د ډبرو سکاره لېږدوي. د افغانستان له اسلامي امارت هیله لرو چې د دې سړک بیا رغولو ته ډېره پاملرنه وکړي.»

د بلخاب ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی شېراحمد وايي: « دا سړک د ټکرونو، چپه کېدنو، ښویېدلو، باریکیو او کندو په څېر ستونزې لري چې باید پاملرنه ورته وشي.»

په ډبرو سکرو بار لارۍ موټرو نه یوازې دغه مسیر او لاره ویجاړه کړي بلکې د سیمې اوسېدونکو په خبره، چاپېریال او سړک ته نېږدې کرنیز کښتونه او تازه مېوې یې هم زیانمنې کړې دي.

د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکی خیال محمد وايي: « د درنو بار وړونکو موټرو تګ راتګ زموږ پر چاپېریال هم منفي اغېز کړی. د دغو موټرو خاورې او دود د خلکو پر کرنیزو محصولاتو پرېوځي او د هغو ماشومانو پر روغتیا یې ناوړه اغېز کړی چې له دې سړک تګ راتګ کوي یا په هغو کورونو کې اوسېږي چې سړک ته نږدې دي.»

د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکی جاوید وايي: «شاوخوا درې کاله وړاندې د ملي پراختیا شرکت راغلی او د ډبرو سکرو د استخراج قرارداد یې وکړ. له خلکو سره یې ژمنه وکړه چې په بدل کې به یې سړکونه جوړ کړي؛ خو اوس له ویجاړو سړکونو پرته کوم بل څه موږ ته پاتې نه دي.»

په ورته وخت کې چارواکي بیا وایي، د دې لارې رغولو پلان لري او ډاډ ښي چې چارې به يې په نېږدې راتلونکې کې پیل شي.

د سرپل والي ویاند حبیب الله مسرور وايي: « د سرپل ولایت مقام او د دې ولایت محلي اداره ژمن دي چې د دې ولایت سړکونه په غوره بڼه جوړ کړي.»

د ټولګټوچارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي: « هرکال د سړکونو د ساتنې او رغونې لپاره د یو شمېر پروژو قرارداد له خصوصي سکټور سره کېږي. همدارنګه د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونه او اړوند ټیمونه هم د سړکونو څارنه او مراقبت کوي. موږ هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د ټولګټو چارو وزارت تل هڅه کړې او کوي یې چې د سړکونو جوړونې او ساتنې له لارې خلکو او ملي سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.»

د سرپل بلخاب ولسوالۍ له ۱۰۰ زرو ډېر نفوس لري. دا ولسوالي له مرکز سرپل شاوخوا ۲۰۰ کلیومټره لرې غرنیزه ساحه کې موقعیت لري چې په کې له ۵۰۰ ډېر د ډبرو سکرو کانونه موجود دي.

 له دې ټولو سره، اساسي غوښتنه داده چې د ډبرو سکرو له عوایدو باید د دې سړک رغونه وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist