Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سره صلیب نړیواله کمېټه: نړۍ باید راستنېدونکي افغانان هېر نه کړي

د سره صلیب نړیواله کمېټه: نړۍ باید راستنېدونکي افغانان هېر نه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/05

پاکستان له تېرو درېیو کالو راهیسې په یاد هېواد او خيبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو پر وړاندې د سخت چلن دریځ غوره کړی چې ډېری افغانان ترې شکایتونه کوي.

په افغانستان کې د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو راهیسې ياد هېواد د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې چې د مالوماتو له مخې، په تېره یوه میاشت کې ۱۴۴ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

تازه د سره صلیب نړیوالې کمېټې د آسیا پاسفیک رییس ریګزیز ساویوز کندهار ته تللي او هلته یې د راستنو شویو کډوالو وضعیت ارزولی.

هغه په دې اړه ویلي:« زه د کندهار په انځرګي کمپ کې یم. هغه ځای چې په څو اوونیو کې له پاکستانه زرګونه افغان کډوال ورته را ستانه شوي دي. د دوی له را ستنېدو وړاندې میلیونونه افغانانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده، خو دوی اوس له سخت حالت سره مخ دي. ما ډېری کورنۍ ولیدې چې هر څه یې له لاسه ورکړي وو. زموږ همکارانو د افغاني سرې میاشتې ترڅنګ دې کسانو ته د لنډمهالې سرپناه، پاکو اوبو، روغتیایي خدماتو او په نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړې دي. موږ له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړو چې په افغانستان کې دغه وضعیت له پامه ونه غورځوي او د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.»

په ورته مهال، تازه راستانه شوي هم وایي، په پاکستان کې یې ټوله شتمني پاتې شوې او اوس مهال دلته هر اړخیزو مرستو ته اړتیا لري.

له پاکستانه راستون شوی افغان کډوال وايي: « تش لاس راغلي یو، هېڅ شی نه لرو، دا پاکستانی موټر مو تر کندهاره کرایه کړی او ۱۳۰ زره روپۍ ورکوو. اوس حیران یو چې چېرته واړوو، څه وکړو؟ ښځې، ماشومان او ناروغان راسره دي. موږ د سرپناه، خېمو او خوراکي توکو د مرستې غوښتنه کوو.»

له پاکستانه راستون شوی یو بل افغان کډوال وايي:« ما پاکستان کې ۴۰ کاله تېر کړل، د دې ټول عمر خواري مې هلته پاتې شوه او همداسې تش لاس یې را وشړلو. موږ هر شي ته اړتیا لرو، خوراکي او غیر خوراکي، هرڅه چې وي.»

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی ته د هر اړخیزو امکاناتو برابرولو په تړاو مو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ویاند سره اړیکه وکړه؛ خو له پرله پسې اړیکو سره یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، پاکستان د کډوالو پر وړاندې د ټولو کنوانسیونونو خلاف عمل کړی او د شرایطو له برابرېدو پرته یې افغان کډوال بېرته په جبر هېواد ته راستانه کړي دي.

دوی ټینګار کوي چې نړیوال باید له سرپرست حکومت سره پر ګډه دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د کډوالو حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي:« د پاکستان دغه عمل تر ډېره له اسلامي امارت سره د ستونزو له امله دی او غواړي له دې لارې فشار راوړي. نړیواله ټولنه باید د مالي مرستو او په ځانګړي کولو سره د کډوالو د بېرته راتګ لپاره شرایط برابر کړي. اسلامي امارت هم مکلف دی چې د امنیتي تضمین، رسمي ثبت او لومړنیو خدمتونو په وړاندې کولو سره د بېرته راستنېدونکو کډوالو په اړه خپل مسوولیت اداء کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«پاکستان ناروا وکړه او د ۱۹۵۱ کال او د ۱۹۶۱ کال کنوانسیونونه او د ۱۹۴۱ کال د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې خلاف، د ټولو ډېپلوماټیکو اصولو خلاف او له افغانستان سره د خپلو کړیو ژمنو په خلاف یې کډوال په جبر او زرو او د شرایطو له برابرېدو خلاف را وشړل.»  

پاکستان د ۲۰۲۳ ام کال د نومبر له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو پر زور ایستلو لړۍ پیل کړه چې د مالوماتو له مخې، تراوسه یې ۸۸۶ زره افغان کډوال بېرته پر زور هېواد ته راستانه کړي.

د اسلام اباد دغې پرېکړې په کور دننه او نړیواله کچه غبرګونونه هم له ځانه سره لرل او له یاد هېواده غوښتنه شوې چې د افغان کډوالو پر زور ایستلو لړۍ ته د پای ټکی کېږدي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist