Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست: د سرحدي سیمو اوسېدونکو ته به ځانګړې پاملرنه وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/14

په کابل د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۲۴ مه »  له بېلابېلو ولایتونو د راغلیو قومي مشرانو او  مخورو  سره د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسوولینو ناسته وکړه.

ناسته کې د ياد وزارت مسولینو له بېلا بېلو ولایتونو د راغلیو قومي مشرانو او مخورو ستونزو او وړاندیزونه واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

د یاد وزارت سرپرست نورالله نوري وايي، تېر نظام د سرحدي سيمو اوسیدونکو ته پاملرونه نه ده کړې او دوی ژمن دي،چې خاصه توجه ورته وکړي.

نوري زیاته کړه:« موږ بدخشان، هلمند، فارياب، پکتيکا، ننګرهار او نورو بېلابېلو ولایتونو کې سرحدي سيمې او حدود کتلي دي، هلته مو د خلکو ستونزې اوریدلي، د هغوی په حالاتو مو ځان خبر کړی دی. په وروستۍ پرېکړه کې چې د وزارت په رهبرۍ مو چې کوم هیت ليږلی دی، يوولس ولایتونه مو له دې ځايه څخه ورته په نښه کړي او دا لړۍ به جریان لري، تر څو د افغانستان ټول سرحدات او ټولې سیمې وګوري.»

نوري وايي، د ګاونډيتوب ټولو اصولو ته ژمن دي او له نورو ګاونډیو هم ورته تمه لري.

نوري زیاتوي:« دویم قدم کې ورته وایو،که چاته ګوته راونیوه، ګوته ورته نیسو، په ګاونډيتوب کې تر هرچا ښه ګاونډيتوب کولای شو او تر هر چا ښه پرې پوهیږو، د اسلام دین له نظره. د خپل سياست له نظره، د خپلو حقونو له نظره، له هر چا د ښه ګاونډيتوب هېله لرو.»

علماوواو د قوم استازو بيا وویل، له شته امنيتي فرصته ګټه اخېستل په کار دي او قومونه دې له اسلامي امارت سره پر ګډه په تعليمي، اقتصادي او ټولو برخو کې کار وکړي.

یو ديني عالم  وايي:« دښمن باید په يوه او بله بهانه استفاده ونه کړي، تر څو خپل شوم اهداف تر لاسه نه کړي، سني او شيعه دې وطن کې هغه کسان دي،چې تر یو چتر لاندې يې ژوند کړی او وي به.»

یو بل دیني عالم بیا وايي:« ځوانان، سپين ګيري او ملایان به د اوسني نظام پر ملاتړ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې به دغسې ناستې کوو، تر څو پر ګډه دغه ستونزې هوارې او په اقتصادي، سياسي مسایلو کې به د دغه نظام تر څنګ يو.»

يو شمېرقومي مشرانو بيا د وزارت په رهبرۍ غږ وکړ،چې قومونو ته دې يوازې د وعدو ورکولو پر ځای خدمات تر سره کړي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د مالوماتو له مخې،د اسلامي ‌امارت تر حاکمیت وروسته يې له يولس سرحدي سيمو لېدنه کړې،دا لړۍ روانه ده او هڅه کوي،د سرحدي سیمو د اوسیدونکو ستونزو ته ژر رسېدنه وشي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist