Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د زمري ۲۴ مه؛ خلک له اسلامي امارت د خپلو مشروع حقونو غوښتنه کوي

د زمري ۲۴ مه؛ خلک له اسلامي امارت د خپلو مشروع حقونو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/15

د زمري ۲۴مه ، چې واک ته د اسلامي امارت د رسېدو له درېيمې کليزې سره برابره ده، پر کابل سربېره ولايتونو کې هم ونمانځل شوه.

د ننګرهار اوسېدونکي وايي، خوښ دي، چې د امنيت په فضا کې ژوند کوي او نوره جګړه ختمه شوې ده.

د ننګرهار ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« دا یوه تاریخي ورځ ده او موږ یې په خوشالۍ نمانځو. زموږ پیغام هېواد والو ته دا دی، چې دغه شان ورځې ونمانځي او د خپل نظام تر شا ودرېږي.»

په خوست، پکتيا، پکتيکا او غزني کې و لایتونو کې هم په دې اړه پروګرامونه جوړ شوي او ځايي اوسېدونکي په کې له سرپرست حکومته د خپلو مشروع او حقه غوښتنو د منلو غوښتنه کوي.

د غزني ولایت یو تن اوسېدونکی رفیع الله وايي: « زه له دولتي چارواکو غوښتنه کوم، چې له هر څه وړاندې ولس په غېږ کې ونیسي او مشروع حقونه یې ورکړي.»

دغه راز د پکتیا ولایت یو تن اوسېدونکی عبدالرحمن وايي: «د دې خاروې یو خاصیت دا دی، چې هېڅکله د پردیو واکمني پر ځان نه مني. زموږ چارواکو ته په کار ده،چې خپل مسوولیتونه وپېژني او د خلکو حقونه ورکړي.»

همدارنګه د خوست اوسېدونکي هم د خلکو پر یوالي ټینګار کوي او وایي، د سرپرست حکومتي چارواکي او خلک باید یو بل ته لاسونه ورکړي.

د خوست ولایت یوتن اوسېدونکی احمد الله وايي:« دا خبره ډېره مهمه ده، چې موږ ټول سره یو لاس شو، که دا د ښوونځیو فارغان دي که د مدرسو، ټول باید د خپل ولس لپاره کار وکړي.»

په کندهار کې بيا د دې ورځې په مناسبت نظامي پرېډ ترسره شوی او امنيتي مسوولینو عامو خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی امنيت به په ټوله مانا ټینګ وساتي.

په کندهار کې یو تن امنیتي سرتېری په دې اړه وايي: « موږ خلکو ته ډاډ ورکوو، چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه هر ډول حالاتو ته پوره چمتو دي او د خلکو دفاع کوي.»

له کندهار سربېره هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو کې هم واک ته د اسلامي  امارت د رسېدو درېیمي کلیزې په مناسبت ځانګړي مراسم نیول شوي، چې پر نظاميانو سربېره په کې عامو خلکو هم برخه لرله.

د ولايتونو چارواکي د خلکو غوښتنې د دوی حق ګڼي او د منلو ډاډ يې ورکوي.

دوی په ورته مهال له خلکو هم غواړي، چې د ډاډمن امنيت د تامين لپاره دې د اوسني سرپرست حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي.

د خوست والي عبدالقیوم روحاني وايي: « که د هرې ادارې منسوب خپل ملت ته په دې سترګه وګوري چې دا خلک د دوی د کورنۍ غړي دي، نو دا به زموږ د بریا لامل شي.»

همدارنګه د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وايي، د تاریخي ورځو لمانځل مستند تاریخ جوړوي.

هغه زیاتوي:« دغه شان نمانځنې د دې لپاره کېږي، چې ولس په خپلو قربانیو خبر شي او راتلونکو نسلونو ته مستند تاریخ پرېږدي.»

د درېيو کلونو په پوره کېدو سره اوس خلک له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې د واکمنۍ په څلورم کال دې رسميت پېژندنې او له نړيوالو سره د مثبتو اړيکو ټينګولو ته لومړیتوب ورکړي او په دې اړه دې جدي ګامونه پورته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist