Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د زابل ښاروالي: د کلات ښار پرمختیايي چارو لپاره یو شمېر موسسو کړې ژمنې تر اوسه نه دي عملي کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/13

د زابل ولایت ښاروال لطف الله لطیفي وايي، د ښار پرمختيايي او سربزۍ په برخه کې یې هڅې پیل کړي، خو پر وینا یې د بودیجې د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي.

لطیفي وايي، د کلات ښار د پرمختيايي چارو لپاره یو شمېر موسسو ورسره ژمنې کړي، خو تر اوسه پورې عملي شوي نه دي.

لطیفي له اړوند موسساتو غوښتنه کوي،چې د کړو ژمنو د عملي کېدو تر څنګ دې د پرمختيايي چارو په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

هغه زیاته کړه:«له موږ سره یو شمېر موسساتو د سړکونو د پخولو او ښار په سربزۍ په برخه کې  ژمنې کړي،خو تر اوسه پورې یې عملي کړي نه دي. موږ په دې برخه کې د بودیجې له کمښت سره مخ یو، خو له موسساتو غواړو،چې خپلې کړې ژمني عملي کړي.»

په همدې حال کې د دغه ولایت اوسېدونکي، که څه هم په دې برخه کې د ښاروالۍ هڅې ستايي، خو د موسساتو تر څنګ یې پر شتمنو او ملي سوداګرو غږ وکړ،چې د ښار په  بیارغونه او پرمختیايي چارو کې دې مرستې وکړي.

د  زابل ولایت یو تن اوسېدونکی سیف الله وايي:« موږ د ښاروالۍ له کارونو او هڅو خوښ یو،د ښار په پاکوالي کې يې زیاته پاملرنه کړې ده،خو له شتمنو او سوداګرو غواړو،چې د ښار په بیارغونه او سربزۍ کې له ښاروالۍ سره همکاري او مرسته وکړي.»

زابل چې د هېواد د تر ټولو لویې لارې، هرات- کابل په اوږدو کې پروت ولایت دی،خو د اوسېدونکو پر وینا يي، چې تېرو شلو کلونو کې د پراختیايي چارو تر څنګ روغتیا، پوهنه او سوداګرۍ په ګډون ګڼو  نورو برخو کې هېڅ پاملرنه ورته نه ده  شوې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist