Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال پر مشرۍ یو پلاوی ازبېکستان ته تللی

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال پر مشرۍ یو پلاوی ازبېکستان ته تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/23

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ ازبېکستان هېواد ته په رسمي دوه ورځيني سفر تللی.

د دې پلاوي په ترکیب کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري، د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت سرپرست ملا حمید الله اخند زاده، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري، د افغانستان بانک رییس نوراحمد آغا او د مالیې وزارت چارواکي شامل دي.

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د دې سفر موخه د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانیزیټي اړیکو له پراختیا سربیره، په افغانستان کې د ازبېک پانګوالو د پانګوونې جذبول بللې.

تمه کېږي چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي فرصتونه لا ډېر کړي او دغه راز به افغان پلاوی له ازبېک چارواکو سره پر بېلابېلو سکټوري برخو کې خبرې ولري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه وايي: « د سفر موخه د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د ساسي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي اړیکو پراختیا او د ازبېکستاني پانګوالو د جذب لپاره زمینه برابرول ده. ټاکل شوې د دواړو هېوادونو چارواکي په بېلابېلو سکټورونو کې د همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړي او تمه کېږي چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یو مهم ګام وګرځي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا ازبېکستان په سیمه کې مهم هېواد بولي او وايي، دا هېواد کولی شي د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.

د دوی په باور، تاشکند ته د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال سفر کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه صمیم جاهد وايي: « دوست هېواد ازبېکستان ته د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال سفر کولی شي د نویو اقتصادي خوځښتونو رامنځته کولو او د شته ستونزو هوارولو کې مهم رول ولوبوي. همدارنګه ازبېکستان کولی شي د افغانستان اقتصادي وده کې فعال رول ولوبوي.»

د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د تېر په پرتله پراخه شوې او افغان سوداګر یو شمېر هم خوراکي او غیر خوراکي توکي له یاد هېواد را واردوي.

ازبېکستان په سیمه کې مهم اقتصادي هېواد یاديږي. د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، له دې هېواد سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا به د افغانانو پراقتصادي ودې مثبت اغېز ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist