Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روسيې ولسمشر له اسلامي امارت سره د اړيکو ټينګول اړتيا بللي

د روسيې ولسمشر له اسلامي امارت سره د اړيکو ټينګول اړتيا بللي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/30

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، له تور لېست د اسلامي امارت د چارواکو ایستلو وړاندیز ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندې شوی دی.

یوه ورځ وروسته له دې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه ویډیو پېغام کې وویل، اسلامي امارت دامهال د افغانستان پر ټوله جغرافيه حاکم دی او روسيه د يوې اړتيا په توګه ورسره خپلې اړيکې رغوي او پالي يې.

هغه زیاتوي:« د څه وخت لپاره زه په دې اړه څه نه وایم؛ ځکه په افغانستان کې له طالبانو سره اړیکې تل د پام وړ دي. هو! دا ویلی شم، چې په افغانستان کې ستونزې او ننګونې شته دي او څوک په دې ښه پوهېږي، چې دا له اوسني ځواک او طالبانو سره د اړیکو جوړولو موضوع ده؟ موږ باید دا ومنو، چې طالبان پر ټوله جغرافیه باندې حاکم او د دغه هېواد ټوله جغرافیه اداره کوي او دوی یو واقعي ځواک دی، چې باید اړیکې ورسره پیاوړې شي.»

خو د نوموړي دغه دريځ د سپينې ماڼۍ پر مزاج برابر نه دی او له نړيوالو سره د کړو ژمنو په پوره کولو کې پر پاتې راتلو د سرپرست حکومت له تورنولو سره يې، د ولسمشر پوتين دا څرګندونې نقد کړي.

سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی، چې د پوتين د اوسني دريځ پر بنسټ له افغانستان سره د روسيې چلن ښايي نورو هېوادونو ته ناوړه پايلې ولري.

 د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وايي:« موږ په دې برخه کې هېڅ دریځ نه لرو او نه به یې ولرو، چې د طالبانو حکومت پر رسمېت وپېژنو او که نه؟ خو که روسیه دا کار کوي، زه فکر کوم چې دا به نورو ته ناوړه پیام ورکړي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوهان د روسیې ولسمشر یاد دریځ ستایي او غوښتنه کوي، چې سرپرست حکومت ته هم په کار ده، څو پر ځینو پرېکړو له بيا غور کولو سره نور هېوادونه هم د روسیې په څېر رسمي تعامل ته قانع کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروفوړمه ورځ ویلي ول، چې مسکو غواړي د سرپرست حکومت چارواکي د ترهګرو له نوم‌لړ بهر کړي او سرپرست حکومت له دې اعلان سره د روسيې له پرېکړې هرکلی وکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist