Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د رسنیو ملاتړي بنسټونه:یو شمېر سقوط شویو ولایتونو کې د رسنیو پر کارکوونکو د طالبانو له خوا محدویتونه لګول شوي

admin by admin
2021/08/12

کندز، نیمروز، فراه، جوزجان، تخار، ارزګان او غزني هغه ولایتونه دي،چې د تېرو دوو اوونیو په جریان کې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د رسنیو  ملاتړي بنسټونه  او د یو شمېر رسنیو مسوولین  وايي، په سقوط شویو ولایتونو کې ډېری رسنیو د طالبانو د فشارونو له امله خپل فعالیتونه بند کړي او یو شمېر یې بیا د طالبانو په خوښه نشراتو ته اړې شوې دي.

دغه راز دوی د طالبانو تر واک لاندې ولایتونو کې د دغې ډلې له لوري د رسنیو پرښځينه کارکوونکو د محدودیتونو وضع کولو خبر ورکوي او وايي، طالبانو په راډیو ګانو کې د ښځینه کارکوونکو پر غږ بندیز لګولی.

فراه کې د عروج راډیو مدیر مسوول وايي:« پر رسنیو د طالبانو شرطونه دا دي،چې ښځې دې په راډیو ګانو کې فعالیت نه کوي. د ښځو په غږ جوړشوي اعلانونه دې بند شي او موسیقي دې نه خپریږي. نشرات دې په بشپړ ډول دیني وي او هغه اعلامیي دې خپروي چې د طالبانو له لوري وي.»

د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی رسمي شمېرو له مخې تر دې دمه، د جګړې له امله شپېته رسنیو فعالیتونه بند کړي او لسګونه کسان له رسنیز فعالیت پر شاه شوي دي. 

د نی ادارې د څار مسوول وايي نصیر احمد نوري:« نی هڅه کوي،چې د خبریالانو د ملاتړ په برخه کې یوه شيبه هم غلي ونه واوسي. د افغانستان له هرې برخې د دوی غږ واوري او خپل ټول شته امکانات به د دوی د ملاتړ په برخه کې لګوي.»

د بیان ازادۍ پر وړاندې د محدویت وضع کولو ګوته یوازي طالبانو ته نه نیول کېږي،بلکې پر حکومت هم نیوکې دي،چې د حقایقو د پټولو هڅه کوي او هغه قوانین تر پښو لاندې کوي، چې په اساسي قانون کې د رسنیو په تړاو وضع شوي.

خبریاله خیرالبنات سادات، خبریاله وايي:« افغان حکومت هم د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي کې ښکیل دی.حکومت مسوول دی،چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې وڅېړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي او دا جوته کړي،چې د خبریالانو د فزیکي هذف تر شاه د چا لاس دی.»

ولایتونو کې سیمه  ییز خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپل راتلونکي په تړاو اندېښمن دي او وايي، د طالبانو له لوري یې رسنیز فعالیتونه بند شوي او تر ګواښ لاندې دي.

د غور سیمه ییز خبریال یاسین اژند وايي:« په غور کې یوه تصویري او پنځه غږیزې رسنۍ دي،چې له پرون راهسي د ټولو فعالیتونه تړل شوي خبریالان خوندي نه دي او رسنۍ ټولې د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.»

کندهار کې سیمه ییز خبریال سمیع غیرت مل وايي:«له بده مرغه،په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه سوېل لویدیځ زون کې د رسنیو وضعیت ورځ تر بلي مخ په خرابېدو روان دی. موږ له دواړو غاړو هم له طالب او هم له حکومت ګېله لرو.»

سقوط شویو ولایتونو کې د رسنیو کار کوونکي او خبریالان د رسنیو ملاتړ بنسټونو له لوري کابل کې نسبتا خوندي ځایونو ته لېږدول شوي،خو خبریالان د خپلو کورنیو په تړاو اندېښمن دي او هره ورځ ګواښل کېږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist