Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د دوامداره او منظم ښاري ټرانسپورټ نړیواله ورځ؛ کابل ښاریان له نا منظم ټرانسپورټ شکایت کوي

د دوامداره او منظم ښاري ټرانسپورټ نړیواله ورځ؛ کابل ښاریان له نا منظم ټرانسپورټ شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/27

په ښارونو او دغه راز ګڼ نفوسه سیمو کې دوامداره ښاري ټرانسپورټ مهم او اړین خدمت ګڼل کېږي، خو د افغانستان پلازمېنه کابل چې شاوخوا ۸ میلیونه وګړي په ‌کې ژوند کوي، اکثریت اوسېدونکي یې په ښار کې له نامنظم ټرانسپورټ شکایت کوي.

دوامداره ټرانسپورټ کې مسافر وړونکي ریل ‌ګادي، مېټرو او منظم بسونه شامل دي چې په نورو هېوادونو کې ښاریان په ټاکلي وخت تر دندې او خپل منزل پورې رسوي.

د کابل ښار موټرچلوونکي نیوکه کوي چې په ښار کې د ټکسي موټرو لپاره مناسب تم ځایونه نه دي جوړ شوي او ډېری سیمې ترافيکې اشارې هم نه لري.

د کابل ښار یو تن ټکسي چلوونکی وايي: « زموږ ستونزه دا ده چې تم ځای نه لرو. سره له دې چې۶۰ زره افغانۍ مې په دې ټکسي مصرف کړې. … که موږ ټاکلی تم ځای ولرو، هر ځای خپل موټر نه دروو.»

یو بل ټکسي چلوونکي وايي: « د ګڼه ګوڼې دلیل دا دی چې منظم تم ځای نه شته. کله چې یو تن خپل موټر د سپارلۍ پورته کولو لپاره دروي، څو نور یې څنګ ته درېږي. دغه کار سبب کېږي چې ښار کې لار بندان جوړ شي. که چېرې تم ځایونه مشخص کړي، سړکونه به خلاص پاتې شي.»

مسوولین هم د ښاریانو نیوکې او شکایتونه مني، خو زیاتوي چې د ټرانسپورټ او کورنیو چارو وزارت په ګډه له کابل ښاروالۍ او د ترافيکو لوی ریاست سره په همغږۍ یوه ګډه کمېټه جوړه کړې چې په پلازمینه کې نظم رامنځته او د ښاریانو ستونزې تر یوه حده هوارې کړي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدې وايي: « د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت، کورنیو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ او د ترافیکو ریاست یوه درې ګونې کمېټه جوړه کړې او منظمې غونډې لرو. کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې چې د تم ځایونو په ټاکلو کې ګام پورته کړي.»

امام الدین احمدي دا ونه ویل چې دغه کمېټه به هدف ته د رسېدو لپاره څه وخت او د کومې لایحې پر بنسټ کار پيلوي خو په خبره یې  ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ یو لامل د نفوسو ډېروالی دی او موټر چلوونکي او عام ښاریان هم اړونده ادارو سره همکاري نه کوي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند زیاتوي: « کابل ښار د یو میلیون نفوس لپاره پلان شوی خو دا مهال شاوخوا ۶ میلیونه نفوس لري. د ګڼې ګوڼې یو لامل هم د زیات نفوس شتون دی او دغه راز د موټرو شتون هم په کې زیات دی.»

د نومبر ۲۶ د دوامداره او منظم ښاري ټرانسپورټ نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له ‌خوا په ۲۰۱۶ زېږدیز کال په رسمي توګه ونومول شوه او موخه یې د دایمي ټرانسپورټ پرمختګ اعلان شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist