Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د دفاع وزارت له هوايي پوهنتون ۱۰ تنه پیلوټان فارغ شول

د دفاع وزارت له هوايي پوهنتون ۱۰ تنه پیلوټان فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/21

د اسلامي امارت دفاع وزارت د هوايي زده کړو له پوهنتون۱۰ تنه پیلوټان له درې کلنو مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.

د اسلامي امارت دغو تازه دمو هوا بازانو د دوه ډوله الوتکو د الوزولو په برخه کې زده کړې کړې چې  یو ډول یې سي ۲۰۸ ډوله او همدا راز اېم.آی ۱۷ ډوله چورلکو د الوتنو په برخه کې زده کړې ترلاسه کړې دي.

د دفاع وزارت د هوايي پوهنتون رییس ارکان  ابوبکر غفاري وايي: « نن ورځ د هغو ۱۰ تنو پیلوټانو د فراغت شاهدان یو چې د سي ۲۰۸ الوتکې او اېم.آی ۱۷ چورلکې د پیلوټۍ په مسلک کې یې د هوايي دفاع په قوماندانۍ کې خپلې زده کړې په بریالیتوب بشپړې کړې دي.»

دغه فارغ شوي پیلوټان خوشحاله دي چې د الوتکو د الوتنې په برخه کې یې زده کړې بشپړې شوې او زیاتوي چې په پوره ژمنتیا سره به د خپل هېواد هوايي حریم ساتنه او څارنه کوي.

پیلوټ محمد ادریس واحدي وايي: « موږ  ټول چمتو یو چې د هېواد آسمانونه وڅارو. زه او زما ملګري ژمنه کوو چې د صداقت، اخلاص او مسلک له لارې خپل هېواد ته وفادار پاتې شوو.»

په دې فراغت غونډه کې د بېلا بېلو وزارتونو معینانو ویناوې درلودې او د نظام پرساتنې او دفاع زیات ټنیګار وشو.

ویناوالو د نظام ساتنې لپاره دفاعي ځواک او وسله مهم یاد کړل.

د حج،اوقافو او ارشاد وزارت مرستیال عزیز الرحمان منصور وویل: « نظام یوه تشکیل ته ضرورت لري، نظام دفاعي تشکیل ته اړتیا لري. لکه څرنګه چې جهاد راباندې فرض و، دا رنګه د دې نظام ستانه هم راباندې فرض ده. موږ باید د دې نظام د دفاع لپاره هوايي ځواک ولرو.»

له  تېرو درېیو کالو راهیسې د ملي دفاع وزارت له هوايي پوهنتون د پیلوټانو ترڅنګ له یو زر او ۲۰۰ زیات سرتېري، ۲۵۸ افسران او ۱۶۰ تنه برید ملان فارغ شوي او لاهم ګڼ شمېر نور په کې تر زده کړو لاندې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist