Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د داعش ډلې مشر ابو ابراهیم سوریه کې له خپلې کورنۍ سره ځان وژلی دی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/06

په ۲۰۱۹ کال کې د د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش مشر ابوبکر بغدادي له وژل کېدو وروسته، ابو ابراهیم د دغې ډلې مشر وټاکل شو. 

 ابو ابراهیم الهاشمي القریشي،چې د خپلې ډلې ترمنځ په ګڼو نورو القابو هم یادېده،چې له تیرو څو میاشتو راهیسې د ترکیې او سوریې ګډې پولې ته څیرمه د ایدلیب ښار په اطمه سیمه کې اوسیده،چې د امریکايي ځواکونو له چاپې وړاندې یې خپل ځان او ماشومان پخپله وژلي دي.

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن ومنله،چې د داعش مشر د هغوی له هوايي برید وړاندې ځان او خپله کورنۍ پخپله له منځه وړې وه.

بایډن زیاته کړه:«څرنګه،چې زموږ ځواکونه هغه ته نږدې شول، هغه یوازې د خپلې کورنۍ نه بلکې په ودانۍ کې د نورو کورنیو ژوند ته هم پام ونه کړ او د دغه ودانۍ په درېیم پوړ کې یې ځان ته چاودنه ورکړه.» 

بایډن ویلي، پر ابو ابراهیم د نسل وژنې، سختو بریدونو او په عراق او سوریه کې د خلکو د غلام کولو تورونه وو،چې وروستی یې په سوریه کې د کردانو په سیمه کې پر زندان برید و،چې سلګونه کسان په کې ووژل شول.

بایډن زیاته کړه:« له ۲۰۱۹ کال وروسته،داعش ډلې پر امریکايي ځواکونو مستقیم بریدونه کړي. زموږ پر متحدینو یې بریدونه کړي او په منځني ختیځ، افریقا او اسیا کې یې ستر بریدونه طرحه کړي دي. هغوی پر نړیواله کچه په سترو بریدونو کې لاس درلود،چې وروستی یې په کرد میشته سیمه کې د سوریې او ترکیې پر پوله پر یوه زندان برید و.»

د نړیوالو ګڼو بشر حقونو بنسټونو ترڅنګ د عراق یزدیانو چې داعش ډلې پرې ګڼ مرګوني بریدونه کړي، د دغو عملیاتو او د ابو ابراهیم د وژل کیدو ملاتړ کړی دی. 

 د نوبل جایزې ګټوونکې، نادیه مراد،چې یو وخت له داعش سره زنداني وه، د دا ډول عملیاتو د لا زیاتیدو غوښتنه یې کړې ده.

مراد زیاتوي:«په سوریه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو برید ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په نښه کړ،چې د داعش ډلې اوسنۍ مشر و او د ډېرو ظلمونو او زیاتۍ امرونه یې ورکړي دي. هغه په یزدي نسل وژنه کې هم لاس درلود. دا ډول کارونه باید نور هم ترسره شي او هغوی چې ترهګري خپروي،باید له منځه ولاړ شي.» 

ابو ابراهیم چې په حاجي عبدالله مشهور و او پلویانو یې ورته د پرورفیسور نوم هم ورکړی و،په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې یې په زندان کې له ابوبکر البغدادي سره ملتیا پیل کړې وه.  د داعش ډلې مخکینی مشر ابو بکر البغدادي،هم په ۲۰۱۹ کال کې په ایدلیب ښار کې وروسته له هغې ځان ته چاودنه ورکړه،چې امریکايي ځواکونو یې د نیولو عملیات پيل کړل.

 د داعش ډلې په تړاو څیړوونکي وايي،داعش ډله تر اوسه پورې یو ګواښ دی او ځواکونه به یې خامخا د یوه بل مشر تر واک لاندې خپل فعالیتونه له سره پیل کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist