Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/12

د جولای ۱۰ مه او ۱۱ مه  د عوامي نېشنل ګوند د مخکښ غړي مولانا خانزیب د مړینې له لومړي تلین او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښې څېرې او انقلابي شاعر ګیله من وزیر د مړینې له دویم تلین سره برابره ده.

د عوامي نېشنل ګوند د مولانا خانزیب د وژنې د لومړي تلین په غونډه کې ویناوالو  هغه هڅې او سرښندنې وستایلې چې د پښتنو د حقونو د تأمین او دفاع لپاره یې کړې وې.

یاد ګوند پر اېکس‌ پاڼه لیکلي، د مولانا خانزیب فکر او میراث به تل ژوندی ساتي او د هغه د مبارزې د اهدافو د تحقق لپاره به خپلې هڅې او مبارزه روانه ساتي.

یاد ګوند زیاته کړې:« که څه هم هغه نن زموږ په منځ کې نشته، خو مبارزه او هدف یې ژوندی دی. نه مرمیو او نه هم تاوتریخوالي وکولای شول هغه ارزښتونه چوپ کړي چې ده ورته مبارزه کوله. د هغه میراث او فکر به د راتلونکو نسلونو لپاره د الهام سرچینه پاتې شي.»

مولانا خانزیب د دې لارې یوازینی سرښندونکی نه و؛ تر هغه وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او انقلابي شاعر ګیله من وزیر هم د یوې مرموزې پېښې قرباني شوی وو، داسې پېښه چې تر اوسه پورې یې د عاملینو هویت نه دی روښانه شوی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د مولانا خانزیب او ګیله من وزیر د تلینونو په مناسبت په خپاره کړي تازه پیغام کې، هغوی د سولې، عدالت او انصاف د مبارزې ریښتیني اتلان بللي او د هغوی سرښندنې یې ستایلې دي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او عوامي نېشنل ګوند د پښتنو د حقونو، سولې، عدالت او عدم تشدد لپاره اوږدمهاله مبارزه کړې ده.

د دوی په وینا، دغو دواړو خوځښتونو د پښتنو د سیاسي، ټولنیزو او بشري حقونو د مطرح کولو، د ناامنۍ پر ضد د غږ پورته کولو او د قانون د حاکمیت د غوښتنې لپاره مهم رول لوبولی دی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« پي‌ټي‌ایم د منظور پښتین تر مشرۍ لاندې دا یوازینی حرکت دی چې واقعا پښتانه د خپلو حقونو لپاره هڅوي او  راوېښوي یې. پر پاکستاني چارواکو باندې د فشار یوه وسیله هم ده.»  

په پاکستان کې ازاد خبریالان وایي، د مولانا خانزیب او ګیله من وزیر د وژنې په اړه پلټنې مرموزې دي او د عاملینو په اړه یې هم  د هېڅ ډول اقداماتو څرک نه دی لګېدلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist