Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خیبرپښتونخوا د قبایلي سیمو اوسېدونکي د پاکستان له پوځي عملیاتو ناخوښ دي

د خیبرپښتونخوا د قبایلي سیمو اوسېدونکي د پاکستان له پوځي عملیاتو ناخوښ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/09

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي، په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځ له لوري د وسله والو ډلو ضد عملیاتو له امله د خلکو تاوتریخوالي وېره او په یادو سیمو کې خلک پر پوځي عملیاتو سره یوه خوله نه دي چې دولت یې له سختو او ناخوښو انتخابونو سره مخ کړی.

د راپور یوه برخه کې راغلي: « په قبايلي سيمو کې د بيا را ژوندي شویو وسله ‌والو فعالیتونو سره د مبارزې لپاره د پوځي عملياتو له امله، د محلي خلکو د تاوتريخوالي وېرې دولت له سختو او ناخوښو انتخابونو سره مخ کړی. ځينې راپورونه ښيي چې د قبايلي سيمو خلک پر پوځي عملياتو سره يوه خوله نه دي. د همدې اندېښنو په ځواب کې د کورنيو چارو وزير ويلي، نور به پوځي عمليات نه کيږي.»

د دې ورځپاڼې د راپور په یوه بله برخه کې راغلي، په تېرو ۲۰ کالونو کې خیبر پښتونخوا د امنیتي پېښو ضد عملیاتو له امله په پرله پسې ډول د تاوتریخوالي ښکار پاتې شوې او خلک يې د پوځ له لوري د زور زیاتي پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

د راپور یوه بله برخه کې راځي: « په تېرو ۲۰ کلونو کې خيبر پښتونخوا او په ځانګړي ډول پخوانۍ فاټا، د امنیتي پېښو ضد عملياتو له امله په پرله ‌پسې ډول د تاوتريخوالي ښکار پاتې شوې ده. خلکو خپل خپلوان له لاسه ورکړي، بې ‌ځايه شوي او له کلونو شخړو ستړي او نا امېده شوي دي.»

بله خوا، د پوځي چارو شنونکي وايي، پاکستان د وسله والو ډلو په روزلو کې تاريخي مخینه لري او د خپلو ګټو خونديتوب لپاره پښتانه قرباني کوي.

دوی وایي، پاکستان اوس مهال له ستر سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی او په خبره یې په قبایلي سیمو کې د خلکو یوالي دې ته اړ کړي چې د خبرو له لارې مخې ته لاړ شي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پنجاب له تېرو ۷۰ کالو راهیسې سلګونه زره پښتانه ووژل، اوس نړۍ هم په دې پوهه شوې او پښتانه هم ورځ تر بلې سره متحده کېږي او پنجاب نه شي کولی چې له پښتنو سره خپلو جنایتونو ته ادامه ورکړي، نو مجبور شوی چې له پښتنو سره خبرې وکړي. دوی بله لار هم نه لري؛ ځکه له سترو امنیتي، سیاسي او اقتصادي بحرانونو سره مخ دي. زه هیله لرم پنجاب هم تجزیه شي، هم تحریم شي او هم په نړۍ کې منزوي شي، ځکه یو پېژندل شوی تروریستي هېواد دی.»

د ډان ورځپاڼې په مقاله کې د پاکستان حکومت ته سپارښتنه شوې چې د وسله والو ډلو په ضد پالیسۍ بیا له سره و ارزوي او د خلکو بې ‌ځايه کېدو مخه دې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځ له تېرې يوې نيمې اوونۍ راهیسې په شمالي وزیرستان او باجوړ کې د وسله والو ډلو ضد عمليات پیل کړي چې له امله يې د يادو سيمو اوسېدونکي بې ځايه کېدو ته اړ شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist