Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خپلواکو خبریالانو ټولنه: ۸۰  سلنه ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/09

په کابل کې د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۷ مه» د مارچ اتمې یا د ښځو یووالې نړیوالې ورځې په مناسب ته ناسته وشوه،چې د ښځو حقونو  له فعالانو سربېره ښځينه خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو استازو  په کې د ښځينه خبریالانو په وضعیت او د رسنیو په فعالیت اندېښنه  وښوده.

د خپلواکو خبریالانو ټولنې مرستیال  فرهاد بهروز  وايي، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو را په دې خوا افغانستان کې په سلو کې۸۰  سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او شااوخوا ۲۲۴ رسنۍ تړل شوي دي.

بهروز وايي،  په ۶ میاشتو کې ۲۳۸۹ خبریالانو دندې له لاسه ورکړي چې ۱۹۷۰ تنه یې یوازې انجونې دي.

هغه زیاته کړه:« په سلو کې۸۰  سلنه ښځینه خبریالانو له بده مرغه ووایو، دندې له لاسه ورکړی دي او په مجموع کې ۲۳۸۹ خبریالان په تېرو شپږ میاشتو کې بې دندې شوي دي،چې په دې کې ۱۹۷۰ یې ښځینه خبریالانې دي.  ۵۳۸ رسنیو له ډلې ۲۲۴ رسنۍ تړل شوي دي.» 

ښځینه خبریالانې او د ښځو د حقونو مدافعین بیا له اسلامي امارته او نړیوالې ټولنې غواړي، چې ښځو او نجونو ته په لوړو پوسټونو کې دندې ورکړي،تر څو د پخوا په شان خدمت ته دوام ورکړي.

 افغان خبریاله ناهیده وايي:« د اسلامي امارت له حکومت غواړو،چې ښځو ته خپل حقونه ورکړي په لوړو پوسټونو یې وګوماري او خپل هېواد ته خدمت وکړي.» 

د ښځو حقونو فعاله  رمزیه بیا وايي:« افغانستان په سختو شرایطو کې ده او موږ په سخت وضیعت کې یو نو نه باید ښځې له پامه وغورځول شي.» 

د افغانستان د ژورنالستانو شورا مشر حافظ الله بارکزي  بیا پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ،چې د بیان ازادۍ د ساتلو او غښتلتیا لپاره مرستو ته دوام ورکړي. 

بارکزي باور وښود،چې اسلامي امارت ورته ژمنه ورکړې،چې امنیتي ادارې به د رسنیو په فعالیت کې لاسوهنه نه کوي.

بارکزي زیاته کړه:«  نړیواله ټولنه که د بیان ازادۍ ملاتړ کوي،لکه څنګه یې چې په تېرو شلو کلونو کې کاوه، که منفي وه  او که مثبت، دا ځل باید رسنۍ فعالې شي،خبریالانو ته معاشونه ورکړل شي،ترڅو موږ بیا د دې شاهدان اوسو.» 

کابل کې د اروپایی ټولنې دفتر هم افغانستان کې د بشر حقونو له وضیعت خوښي ښوولې ده او اسلامي امارت وروستی ګام چې ښځو او نجونو پر مخ یې پوهنتونونه او ښوونځي پرانستي دي هرکلی یې کړی دی. 

سږکال د مارچ اتمه په لومړي ځل د  اسلامی امارت تر واکمنۍ لاندې ولمانځل شوه،خو سرپرست حکومت د دې ورځې په مناسبت کومه رسمي غونډه یا مراسم نه وو نیولي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist