Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا افغانستان کې د خپلو مرستو بندېدو ګواښ کړی

د خوړو نړیوال پروګرام: پر ځوانانو پانګونه پر راتلونکې پانګونه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/13

د اګسټ ۱۲مه د ځوانانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په ټولنه نړۍ کې د کار موندنې ترڅنګ د ځوانانو د ظرفيتونو لوړولو په برخه کې د دولتونو له ژمنو سره مل نمانځل کېږي.

دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې لا هم په افغانستان کې د بې کارۍ ګراف لوړ دی او په پايله کې يې د خلکو اقتصادي وضعيت د تېرو څو کلونو پرتله خورا زیات غورځېدلی دی.

د ملګرو ملتونو خوړو نړيوال پروګرام(ډبلیو.ایف.پي) د دې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، پر ځوانانو پانګونه پر راتلونکې پانګونه  ده.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي: « پر ځوانانو پانګونه پر راتلونکي پانګونه ده. په افغانستان کې له ۷۰۰ زرو زیاتې نجونې او هلکان هر سهار په ښوونځي کې خواړه ترلاسه کوي او دا له دوی سره پر غوره زده‌کړو تمرکز کولو کې مرسته کوي.»

بله خوا، يو شمېر ځوانان په افغانستان کې د کاري فرصتونه لمن ورځ تر بلې ټولېدونکې بولي او وايي، که د کاري فرصتونو نه شتوالی دوام وکړي، ډېر نور ځوانان به هم پر سختو لارو بهرنیو هېوادونو ته د تګ هڅه وکړي.

د هرات ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« بیا هم اقتصادي موضوع، دا هغه موضوع ده،  چې د ګڼو ځوانانو د پرمختګ مخه یې نیولې. موږ په خپله ټولنه کې ډېر ښه استعداد لرونکي ځوانان لرو، خو د اقتصادي ستونزو له امله هېڅ نه شي کولی.»

د ځينو آزادو ترسره شویو سرو‌ګانو پایلې ښيي، چې په افغانستان کې هر کال ۴۰زره ځوانان د کار بازار ته دننه کېږي، خو د کار نه شتوالی د دې لامل شوی، چې دا مهال نږدې د افغانستان نيمايي ځوانان وزګار پاتې شي.

له دې سره، د واده پرمهال د نجلۍ د کورنۍ له خوا د زیاتې تویانې (ولور) اخیستل، پر نېشه يي توکو روږدېدا، له ټکنالوژۍ سره کافي پېژندګلوي نه لرل او يو شمېر نور ټکي د ځوانانو پر وړاندې لویې ننګونې دي.

 ځوانان له سرپرست حکومته غواړي، چې د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.

د هرات ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوم، چې زیربنايي پروژې پيل کړي،ترڅو خلک په کار شي. دولت باید له ځوانانو ملاتړ وکړي،ترڅو هغوی بهر ته له تګ څخه را وګرځي.»

بله خوا، د سرپرست حکومت مسوولین د ځوانانو ستونزې منې او وايي، په تېرو څو کلونو کې يو شمېر ځوانان په دولتي او خصوصي سکټور کې پر دندو ګومارل شوي او د وزګارتیا لوړې کچې ته په کتو هڅه کېږي، چې په خصوصي او عامه سکټور کې نورو ځوانانو ته هم د کار زمينه برابره شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معنیت حقوقي سلاکارجواد هاشام وايي: «یو شمېر هغه ځوانان چې زده کړې او ظرفیت لري، دولتي ادارو کې تشو بستونو ته جذبیږي. دغه راز خصوصي سکټور به هم د دوی په ګومارلو کې ونډه واخلي. داسې ځوانان هم شته دي، چې خپله ځان ته کاري فرصتونه برابروي او په آنلاین کاروبار بوختیږي.»

په افغانستان کې د وزګارتیا ګراف لوړېدل يو له جدي بحثونو دی، چې له امله بېوزلي، لوږه او نورې ټولنيزې ناخوالې زياتې شوې دي.

واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره ولس تل د خپلو اساسي غوښتنو ترڅنګ له سرپرست حکومت غوښتي، چې د کډوالۍ او بشري ناورين د مخنيوي لپاره دې ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist