Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا افغانستان کې د خپلو مرستو بندېدو ګواښ کړی

د خوړو نړیوال پروګرام: اقلیمي بدلونونه کولی شي میلیونونه افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/06

د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.اېف.پي) په افغانستان کې « د قحطۍ د مخنیوي لپاره د لوږې اټکل» تر نامه لاندې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوي وضعیت په اړه مفصل راپور خپور کړی.

په دې راپور کې راغلي، دا ډول وړاندوینه د ملګرو ملتونو له خوړو نړیوال پروګرام سره د هغو اړمنو افغانانو په پېژندنه کې مرسته کوي چې له سختې لوږې او بېوزلۍ سره مخ دي.

په راپور کې ویل شوي، افغانستان په نړۍ کې شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلون له ډېرو اغېزو سره مخ دی.

راپور کې  په کابل کې د خوړو نړیوال پروګرام د قحطۍ له پېښېدو وړاندې خبرداري ډلې د مشرې ګبریلا لوز له قوله لیکل شوي، افغانستان کې به را روان ژمی ډېر لږ ورښت وشي.

د راپور یوه برخه: « موږ د درېیو ربعو لپاره دا احتمال وینو چې ”لانینا” به په شمالي نیمه کره کې دوام ومومي، په دې معنا چې په افغانستان کې به په را روان ژمي کې د ورښت او واورې کچه له اوسط څخه کمه وي. لانینا یو ځانګړی موسمي حالت او د اقلیم بدلون دی چې په کې د آرام سمندر د مرکزي او ختیځ استوا یوه برخه کې اوبه د عادي حالت څخه سړیږي. لانینا د ”ال نینو” متضاد حالت دی. لانینا د هرو ۳ تر ۷ کالو تکراریږي، چې ورسره د بحر اوبه سړیږي او د نړۍ پر اقلیم باندې اغېز کوي او له امله یې په نړۍ کې ځینې برخې د سختو توپانونو او ځینې نورې برخې د وچکالۍ سره مخ کیږي.»

د لوز له خوا ترتیب شوې نقشه ښيي چې د افغانستان په پراخو سیمو کې د اوسط کچې څخه د کم ورښت تمه کیږي په ځانګړي ډول د دغه هېواد په شمالي سیمو کې چې په دودیز ډول د غلې دانې او د غنمو د اصلي کندو په توګه اهمیت لري.

د راپور یوه برخه: « د لانینا منفي پایلې دا دي چې د باران پر ورښت اغېز کوي او کم ورښت د غنمو حاصلاتو ته زیان رسوي. دا په دې معنا ده چې را روان فصل کې به د افغانستان زیات شمېر خلک د لوږې له حالت سره مخامخ شي.»

د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه « د قحطۍ د مخنیوي لپاره د لوږې اټکل» تر عنوان لاندې په خپاره شوي راپور کې ویلي، اقلیمي بدلون په افغانستان کې ګڼې کورنۍ له سختې لوږې، غریبۍ او بېوزلۍ سره مخ کړې دي.

د راپور یوه برخه: « په دې شاخصونو کې د کورنیو له خوا خیرات غوښتلو او ګدايي ته مخه کول، د خپلو ځمکو او کورونو پلورل، د خوراکي توکو په بدل کې د څارویو پلورل، د خوړو موندلو لپاره کډه کول، شامل دي. ځينې هغه کورنۍ چې مسوولیت یې د ښځو پر غاړه دی، مجبوریږي چې خیرات ټولولو او ګدایي ته مخه کړي او یا خپل کوچني ماشومان سختو کارونو ته ولېږي.»

بله خوا، د سرپرست حکومت چارواکي له نړیوالو بنسټونو غواړي چې په افغانستان کې د بشري مرستو ترڅنګ په بنسټیزو پروژو کار وکړي.

د اقتصاد وزارت چارواکي پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې په افغانستان کې خلکو ته کاري زمینې برابرې او لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: « په اوسنیو شرایطو کې د اقتصادي بیارغونې پروګرامونو پلي کېدو ته اړتیا ده. بشري مرستې په لنډمهاله کې د خلکو د ستونزو هوارولو لپاره اغېزناکې دي، خو یوازې بشري مرستې په اقتصادي وضعیت کې مثبت بدلون نه شي راوستلی. بنسټیزه حل لاره دا ده چې نړیواله ټولنه محدودیتونه لرې کړي او خلکو ته د کار موندلو په موخه، پراختیايي مرستې وکړي.»

د یادولو ده چې تېره اوونۍ د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام  ویلي و، په را روان ژمي کې یوازې د ۶ ميلیونو کسانو لاسنیوی کولی شي، حال دا چې څه باندې ۱۲ ميلیونه کسان به مرستو ته اړ وي.

دغه راپور کې ویل شوي، اقلیمي بدلونونه کولی شي د افغانستان هغه سیمې تر نورو ډېرې وځپي چې د غلې کندو بلل کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist