Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې به د خوړو او تیلو بیې نورې هم لوړ شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/21

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام  وايي، د لویدیځو او اروپايي هیوادونو ترڅنګ اسیايي هېوادونه او په ځانګړې توګه افغانستان هغه نقطې دي،چې د اوکراین کړکېچ زیانمن کړي او لا نور یې هم ځپي.

د یاد پروګرام ویانده شېلي تکرال وايي، افغانستان کې به د خوراکي توکو او تېلو بیې نورې هم لوړې شي.

شېلي تکرال زیاتوي:«د اندیښنې وړ موضوع دا ده،چې د اوکراین کړکیچ نورې هغې نقطې هم زیانمنې کړې دي،چې له پخوا راهیسې د افغانستان په څېر د اقتصادي ناورین په درشل کې دي. هلته به د خوړو او  تېلو بیې نورې هم لوړې شي.»

تکرال وايي، د ملګرو ملتونو په مرسته تر دې دمه میلیونونو افغانو کورنیو سره مرسته شوې، خو میلیونونه اضافي پیسو ته هم اړتیا لیدل کېږي.

تکرال زیاته کړه:« په تېرو اتو میاشتو کې په افغانستان کې د خوړو بیې  نږدې ۴۰ سلنه پورته شوي دي. د خوړو نړیوال سازمان سږ کال یو میلیارد ډالر لګښت وکړ،چې میلیونونه افغانانو ته خوراکي توکي ورسوي،خو اوس هم د دې بهیر لپاره ۱.۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا شته دی.»

د خوړو نړیوال سازمان ویاندې، په راپور کې دا هم ویلي،  د روانې میاشتې په وروستیو کې به له افغانستان سره د څلورو میلیاردو ډالرو مرسته هم اعلان شي.

هغه زیاتوي:« د روانې میاشتې په پای کې به په بریټانیا کې د مرستې غوښتنې یوه غونډه جوړه شي،چې ۴.۴ میلیارده ډالرو مرستې غږ وکړي. دغه پیسې به په افغانستان کې له بشري ناورین سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي.»

شېلي تکرال اندیښنه څرګنده کړې ده،چې د افغانستان د څه باند‌ې ۳۵ میلیونه وګړو ۹۵ سلنه کافي خواړه نه لري او د خوړو اخیستو لپاره نغدې پیسې هم نه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist