Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانان د یوه سخت ژمي له ګواښ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/15

په تیر نږدې یوه کال کې افغانستان ته په میلیونونو ډالر بشرې مرستې راغلې،خو لاهم اندېښنې شته دي،چې بشري او اقتصادي وضعیت د ځوړ پر لور روان دی.

 د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) د افغانستان څانګې ویلي، بې وزله کورنیو د ژمي له رارسېدو وړاندې د خوړو ټولې زیرمې او سرچینې ختمې کړي او د هوا په سړېدو سره به دوی د مرګ له ګواښ سره مخ شي. 

یادې څانګې زیاته کړې:« افغانستان کې ګڼو بې وزله کورنیو له وړاندې د خوړو خپلې ټولې سرچینې ختمې کړې دي،چې د ژمي په رارسیدو سره  به  د دوی لوږه لا سخت وځپي او له ګڼو ستونزو سره به مخ وي.» 

نړیوالو چې له لومړیو یې له میلیونونو بې وزله افغانانو سره مرستې کړې او لا هم دا لړی دوام لري،خو دې بشري مرستو د هیچا ستونزې نه دي حل کړې. 

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګه ویلي، د مرستو په دوام یې د لرو پرتو سیمو کې زرګونه ټنه توکي ذخیره کړي،چې د اړتیا په وخت به  یې پر اړمنو وویشي.

یاده څانګه زیاتوي:« د خوړو نړیوال پروګرام په ځینو لرو پرتو سیمو کې نږدې ۷۲ زره میټریک ټنه خوراکي توکي ذخیره کړي دي. دا توکي په هغو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي،چې د هوا په سړېدو او د واورې له وریدو سره  هغو سیمو ته لاس رسی ستونزمن کیږي.»

د نړیوالو دغه مرستې د بشري ناورین د مخنیوي په برخه کې اړینې دي،خو د اوږدمهال لپاره او دایمي ستونزې نه شي حل کولی.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، دا چې د میلیونو ډالرو نغدي مرستو وروسته لا هم اقتصادي ستونزې پر ځای پاتې دي، لامل یې دا دی، چې افغانستان یو واردونکی هېواد دی او دا پيسې بهر ته د توکو د وارداتو لپاره وځي. 

دوی په دې باور دی، که له دې پیسو سمه ګټه وانخېستل شي او پانګونه پرې ونه شي،نو دا ډول میلیاردونه ډالر مرستې اقتصادي بحران پای ته نه شي رسولی.

میلیونونه ډالر افغانستان ته د بشري مرستو په نوم راغلي او دا لړۍ  لا هم دوام لري، خو  لاهم نړیوال وایي،د فقر کچه ورځ بلې د زیاتیدو په حال کیده او نږدې ۱۹ میلیونه افغانان ان د خوړو لپاره کوم څه نه لري.

اوس غوښتنه دا ده،چې سرپرست حکومت دې په دغو پیسو لویې پروژرې پیل کړي،چې په دې کار سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او اقتصاد به مثبت لور ته ولاړ شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist