Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوست ګربزو ولسوالۍ کې د لېسو کمښت له امله د ډېری ځوانانو زده کړې نیمه پاتې کېږي

د خوست ګربزو ولسوالۍ کې د لېسو کمښت له امله د ډېری ځوانانو زده کړې نیمه پاتې کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/24

د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ میداني سیمه کې یو لومړنی ښوونځی د غلام خان لارې ته څېرمه په یوه نامناسب ځای کې ودان دی خو سره له دې هم زده ‌کوونکي په کې پر زده ‌کړو بوخت دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، په یاده ولسوالۍ کې د ثانوي زده ‌کړو لپاره د ښوونځیو کمښت ترڅنګ د پوهنې په برخه کې له ژورو ستونزو سره مخ دي.

قومي مشر حاجي سخي خان وايي: « په تعلیمي سطحه دلته څلور یا پنځه لېسې دي چې له ډېرو لرې ځایونو زده کوونکي ورته راځي. دلته د لومړني ښوونځي له شپږم ټولګي زده کوونکي فارغېږي، خو نور له زده کړو پاتې کېږي، ځکه چې لېسې ښوونځي لري دي او زده کوونکي د اقتصادي ستونزو له امله د موټر کرایه نه شي ورکولی.»

له دې سره، د سیمې زده کوونکي هم شکايت کوي چې دلته د ښوونځيو کمښت له امله ډېری ځوانان او ماشومان له زده ‌کړو محروم شوي او ترڅنګ یې د خراب اقتصادي وضعيت او اوږدو لارو امله  یې زده ‌کړې په نيمايي کې پاتې کېږي.

زده کوونکی ابراهیم وايي: « موږ تر شپږم ټولګي زده کړې کوو، وروسته په غره یا دوکانونو کې کار کوو؛ ځکه دلته اووم ټولګی نه شته او له موږ سره دومره پیسې نه شته چې لېسې ته پرې لاړ شوو.»

بل زده کوونکی رحمان صدیق بیا وايي: «زموږ ښوونځی تر شپږم ټولګي دي او که څوک غواړي پورته ټولګي ته لاړ شي، ډېر تکلیف دی ځکه چې باید ولسوالۍ ته لاړ شي او هلته د تګ لپاره څو ساعته مزل دی. موږ له دولت غواړو چې اووم ټولګی راته جوړ کړي.»

ځایي چارواکي وایي، سرپرست حکومت په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د نورو ستونزو هوارولو ترڅنګ، د ښوونیز بهیر پیاوړي کولو په موخه هم ګامونه پورته کړي او د ستونزو د حل هڅې روانې دي.

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني وايي: « د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې ځینې ګامونه پورته کړي. په دې کې د لرې کلیو لپاره لومړني ټولګي جوړول شامل دي. اسلامي امارت د خلکو په ستونزو خبر دی او ډېر ژر به ګامونه واخیستل شي.»

د خوست ګربزو ولسوالۍ چې ډېری کلي یې د ولایت له مرکز لسګونه کیلومټره لرې له پښتونخوا سره پر ډیورنډ فرضي کرښه پراته دي، د پوهنې په برخه کې د لېسو پر کچه ښوونځیو د کمښت ترڅنګ، د شته ښوونځیو لپاره د ودانۍ نه لرلو او  د ښوونکو کمښت له ستونزو سره هم مخامخ دي او په یاده ولسوالۍ کې یې پر ښوونیز بهیر اوږد مهاله منفي اغېز کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist