Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خلکو پر کاروبار د انټرنېټ پرې کېدو منفي سیوری

د خلکو پر کاروبار د انټرنېټ پرې کېدو منفي سیوری

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/02

له بریاني پلورونکي عبدالمجید سره په یوه کوچنۍ هټۍ کې درې نور کسان هم کار کوي، خو په هېواد کې د انټرنېټ بندېدو دغه کوچنی کاروبار هم بې اغېزو نه دی پرې اېښي.

پخوا به یې له بریاني دوه ډک دېګونه وو او په انلاین ډول به یې پېرېدونکو ته بریاني رسول، خو اوس یې انلاین پېرېدونکي نه شته؛ ځکه چې په هېواد کې ټیلفوني خدمات او انټرنېټ بند شول او له پېرودونکو سره اړیکې نه نیول کېدې.

عبدالمجید وايي، ډېری پېرودونکو یې ورسره انلاین اړیکې نیولې، خو اوس رابطه نه لري چې له امله یې کاروبار زیانمن شوی.

بریاني پلورونکی عبدالمجید وړاندې وايي: « هو، په بشپړه توګه یې منفي اغېز پرې اېښی. زما کاروبار اکثریت انلاین او د ټیلفون له لارې دی او له مختلفو مارکېټونو، کورونو او دفترونو انلاین فرمایش را کوي. کله چې انټرنېټ بند شو، د هره ورځ درېیو دېګونو فروش څخه اوس یوه دېګ ته رسېدلی.»

د دې رسټورانټ چې عمده برخه یې بریاني پخول او پلورل دي، هغه کارکوونکي یې چې انلاین پېردونکو ته خدمات رسوي، له تېرو دوو ورځو راهیسې وزګار دي.

د دې کاروبار مالک اندېښمن دی چې که د انټرنېټ او ټیلفوني خدمتونو بندېدل تکرار شي، نو کارو بار به یې نور هم زیانمن او یوشمیر کارکوونکي به یې دندې له لاسه ورکړي.

بریاني پلورونکی عبدالمجید وايي: « که د انټرنېټ بندېدل ادامه ولري، زما د کار په ګډون به د ډېرو کاروبار سقوط وکړي. زه درې تنه کارګران لرم چې انلاین فرمایشونه رسوي، خو نن درې واړه بېکاره راته ناست دي.»

دا یوازې د عبدالمجید د بریاني پلورنې وړکی کاروبار نه دی چې د انټرنېټ او ټیلفوني خدماتو د بندېدو له امله اغېزمن شوي بلکې د هېواد په کچه ستر کاروبارونه او ان الکټرونیکي حکومتولي هم ترې جوړ نه دي پاتې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist