Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خلکو شکایتونه؛ د نفتي توکو بیو لوړېدو مو خراب اقتصادي حالت لا خراب کړی

د خلکو شکایتونه؛ د نفتي توکو بیو لوړېدو مو خراب اقتصادي حالت لا خراب کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/19

په څو وروستیو ورځو کې د ټول هېواد په کچه د نفتي توکو د بیو زیاتوالي له امله د ولس شکایتونه هم په زیاتېدو دي.

د هرات ولایت اوسېدونکي وایي، په دې وروستیو ورځو کې هلته  د نفتي توکو(تېلو او ګازو) بیې په بیساري ډول لوړې شوې او د دوی ورځنی چاري یې له خنډ سره مخ کړې دي.

د هرات اوسېدونکی اکرام وايي: « دولت په دې برخه کې ځانګړی مسوولیت لري، باید د ګمرک او مالیاتو کچه ټیته کړي، کله چې دا کچې ټیټې شي، بیې خپله ورسره راټيټېږي.»

هرات ښار کې موټر چلوونکی جواد وايي: « د تېلو بیې خورا لوړې شوې، خو کومه کرایه چې سپرلۍ موږ ته راکوي، د تېلو مصرف نه پوره کوي. له دولت او سوداګرو غوښتنه کوو چې د تېلو بیې راټیټې کړي.»
د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې بیا ځل پیل کېدو او د روسیې پر نفتي زېرمو باندې د اوکراین له خوا بریدونه هغه دي چې په نړېواله کچه د نفتي توکو بیو لوړېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.

تېل پلورونکی عتیق الله وثیق وايي: « د افغانستان په بازارونو کې د تېلو بیو لوړېدل مختلف لاملونه لري. یو لامل یې دا دی چې موږ تېر له ګاونډیو هېوادونو واردو او اوس هلته هم تېل قېمته شوي دي.»

تېل پلورونکی وحید احمد وايي: « د روسیې د تېلو سترې زېرمې د اوکراین له خوا ویشتل شوې دي او بله دا چې د ایران تېل بې کیفیته دي، کله چې افغانستان ته راشي، بېرته یې رد کړي، له همدې امله بازار ته نه را رسېږي.»

بله خوا، د هرات نفتي توکو واردوونکو ټولنې مسوولین او سوداګر وایي، ۷۵ زره ټنه تېل او ګاز پېرل شوي او راتلونکو ورځو کې به د اسلام کلا، تورغنډۍ، حیرتان او اقینې بندرونو له لارې هېواد ته وارد شي.

د دوی په خبره، د یادو پېرل شویو تېلو له را رسېدو سره به بازارونو کې د تېلو کمښت ستونزه حل او بیې به یې راټیټې شي.

هرات کې د نفتي توکو واردوونکو ټولنې رییس عبدالظاهر توخی وايي: « له سترو شرکتونو موږ سره اړیکه نیول شوې چې دوې لویې بېړۍ په همدې اوونۍ را بارېږي او ۷۵ زره ټنه پټرول، ډیزل او ګاز  به ډېر ژر د مصرفوونکو په واک کې ورکړل شي. دغه توکي به د اسلام کلا، تورغونډۍ، حیرتان او اقینې بندرونو له لارې را ورسېږي.»
د نیمروز سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبیدالله نورزی
وايي: « موږ که ګټه هم ونه کړو، خو هڅه کوو چې د خلکو د تېلو ستونزې رفع کړو. اوس د ایران او امریکا د جګړې له امله په ټوله نړۍ کې بحران راغلی او ښايي نور هېوادونه تر موږ هم بدتر حالت ولري.»

په ورته مهال، د هرات ځایي مسوولین هم د روسیې د نفتو تولیداتو او صادراتو کمښت او نړیوالو کړکېچونو زیاتوالي او د هرمز تنګي تړل کېدو سره په نړېواله کچه د تېلو بیو لوړوالي لاملونه یادوي.

محلي مسوولین ډاډ ورکوي چې هڅه کېږي د نفتي توکو وارداتو کې اسانتیاوو رامنځ ته کولو سره. په بازارونو کې د نفتي توکو بیې کنټرول کړي.

د هرات نفت او ګازو دولتي شرکت حوزوي رییس حفیظ الله عاصم وايي: « روسیه کې د تېلو د تولید کمېدل او د صادراتو محدودیت او دغه راز، د هرمز تنګي تړل کېدو له امله د نړۍ په کچه د تېلو بیې لوړېدل په افغانستان کې هم د تېلو بیو د لوړېدو لاملونه دي.»

د یادونې وړ ده چې د نفتي توکو د بیو له لوړوالي سره دا مهال هرات کې د یو لېټر پټرولو بیه ۸۲ افغانۍ، د یو لېټر ډیزلو بیه ۸۰ افغانۍ او د یو کیلو اوبلن ګاز بیه ۷۵ افغانیو ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist