Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ختیځ زون لپاره د برېښنایي دروازې جوړولو پروژه پيل شوه

د ختیځ زون لپاره د برېښنایي دروازې جوړولو پروژه پيل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/21

د پلازمېنې کابل او ختیځ زون ترمنځ پرغځېدلې لویه لار هر ورځ زرګونه کوچني مسافر وړونکي او لوی بار وړونکي ټرانسپورټي وسایط تګ راتګ کوي.

تازه د کابل څرخي پله سیمه کې د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت له لوري د دې زون لپاره د برېښنایي دروازې یا ټولګېټ د جوړولو کار پيل او پروژه پرانیستل شوه.

مسوولین وایي، یاده پروژه چې ټولیز لګښت یې نږدې ۱۶۲مېلیونه افغانۍ کېږي، له یوه خصوصي شرکت سره د شوې هوکړې له مخې به یې چارې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

دوی د دې پروژې موخه په یاده لاره تلونکو خلکو او ټرانسپورټي وسایطو ته د اسانتیاوو برابرول او په شفاف ډول د عوایدو راټولول یادوي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت عملیاتي مرستیال فتح ‌الله منصور وايي: « دغه پروژه د څه باندې ۱۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل کېږي چې د ۱۲ میاشتو په اوږدو کې به یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. برېښنايي دروازې یا ټولګېټونه د دې لپاره جوړېږي چې په چارو کې روڼتیا، د مسافرو او موټر چلوونکو په تګ راتګ کې اسانتیا او چټکتیا رامنځته شي.»       

د یاد وزارت چارواکي وایي، له خصوصي شرکت سره د شوې هوکړې پر اساس به یاده پروژه پر ۱۵ جریبه ځمکه د یوه کال په موده کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت د پلان رییس رستم حفیظ‌یار وايي: « د هغې ځمکې مساحت چې دا دروازه به پرې جوړه شي، ۱۵ جریبه ځمکه ده چې په کې شپږ کرښې د تګ دروازې او څلور کرښې د راتګ دروازې لري. د دا ډول شاوخوا ۴۷ نورو پروژو چارې هم په تدارکاتي پړاونو کې دي. د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم، د ټرانسپورټ وزارت بریالی شوی چې ۲۱ زره جریبه ځمکه د دې لپاره انتقال کړي.»            

بله ‌خوا د یادې پروژې تطبیق‌ کوونکي شرکت مسوولین ډاډ ورکوي چې د کیفیت اصل په پام کې نیولو سره به د یادې پروژې چارې په ټاکلي وخت بشپړې او له مخې به یې په دې لار تلونکو هېوادوالو ته د هوټل، جومات او موټرو تم ‌ځای په څېر نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د پلي کوونکي شرکت استازی محمد ویس غروال وايي: « په پوره عزم او ټینګه اراده د کابل ښار ختیځه پل چرخي سیمه کې په شفافه او برېښنايي ډول د ټرانسپورټي عوایدو راټولولو لپاره په عصري ټېکنالوژۍ سمباله دروازه جوړوو. په دې پروژه کې د مسافرو لپاره د اسانتیاوو جوړولو په موخه رسټورانټ، جومات، د نارینه او ښځینه لمونځ کوونکو لپاره د اوداسه جلا ځایونه، د وسایطو لوی پارکېنګ، کانټین، کاپي شاپ، د موټرو د ترمیم خونه او سوپر مارکېټ شته دي.»

د یادونې وړ ده چې د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت مسوولینو د ختیځ زون لپاره د برېښنایي دروازې پروژې د پرانیستې ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو لویو لارو کې د شاوخوا ۴۷ نورو ورته پروژو د پلان خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې په نېږدې راتلونکې کې به ټولې لویې لارې پر برېښنایي دروازو سنبال او عصري ټرانسپورټي سیسټم به رامنځته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist