Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/03

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد «حکومت د رسنیو هېندارې پروګرام» کې ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونو د دښمن پېچلي پلانونه شنډ کړي، د هغوی پټنځایونه او خطرناکې شبکې یې له منځه وړې دي.
د مجاهد په خبره، افغانستان د فرضي کرښې او رسمي پولو له لارې په ۱۹ ولایتونو او ۹۰ ولسوالیو کې له ۶ هېوادونو سره وصل دی چې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره سرحدي ځواکونه له وسایلو، تجهیزاتو او امکاناتو سره په ټاکل شــویو سیمو کې ځای پر ځای شــوي او د هر ډول ګواښونو د مخنیوي لپاره چمتو دي.

مجاهد زیاتوي: « په ۱۴۴۷ هـ ق کال، دفاع وزارت له کورنیو چارو وزارت یا هم د استخباراتو له عمومي ریاست سره په ګډه او خپلواکه توګه د ټول هېواد په کچه عملیات ترسره کړي دي. د ځمکې او هوا له لارې د قطعاتو اکمالات په ټاکلي وخت ترسره شوي، د ښارونو او لویو لارو د امنیت ساتلو لپاره ثابې پوستې او ګرځنده ګزمې جوړې شوې دي.»
مجاهد د کډوالو د ځای پر ځای کولو او انتقال ترڅنګ هغوی ته د دفاع وزارت له لوري په جوړو شویو روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي خدمات او زرګونو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو او د میلیونونو افغانیو نقدي مرستو د ورکړې یادونه هم وکړه.

د دفاع وزارت تر چتر لاندې په همدې موده کې زده کړه ییزو نهادونو ته ۲۰ زره ۷۵۱ منسوبین جذب او ۱۹ زره ۷۵۳ نور منسوبین بیا فارغ شوي دي.

مجاهد د مخدره موادو او د امنیت ټېنګښت برخو کې د دفاع وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي چې تېر هجري قمري کال ۲ زره ۸۵۸ ميله سپکې او درنې وسلې، زرګونه ډزه مرمۍ، نظامي وسایل او تجهیزات نیول شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند په دې اړه وايي: « د هېواد په مختلفو زونونو کې د ځانګړو او تکتیکي عملیاتو ترسره کولو لپاره، یو کلن عملیاتي پلان هم ترتیب شوی دی. په ۱۴۴۷ هـ ق کال، د افغانستان د اردو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په لړ کې ۲ زره ۸۵۸ میله سپکې او درنې وسلې، ۲۵ زره ۸۵۴ فیره مرمۍ، ۱۶۹ کړۍ ماینونه، ۷ لاسي بمونه، ۷ پایې مخابرې او ۱۰ دوربینونه کشف او ضبط کړي دي.»
د مجاهد په خبره، د نشه يي توکو او نورو بېلا بېلو قضیو په تور د ۸۰۴ قاچقبرانو د نیولو  ترڅنګ، د زرګونه کیلوګرامه بېلابېلو نشه‌یي موادو نیول، د دفاع وزارت نورې لاسته راوړنې دي.

د اسلامي امارت ویاند همدارنګه د حکومت د رسنیو هندارې پروګرام کې  د کورنیو چارو وزارت اړوند  د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې  په برخه کې ویلي چې تېر کال څه باندې ۴۶زره عملیاتو په لړ کې څه باندې ۱۳ زره مشکوک کسان نیول شوي او څه باندې ۲۱زره ټنه نشه‌یي توکي کشف او ضبط کړای شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وايي: « د ۴۶ زره ۱۰۷ عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ زره ۳۲۶ مشکوک کسان نیول شوي، ۲ زره ۱۵۹ ټنه نشه يي توکي نیول شوي او د نشه يي بوټو ۲۱ زره ۵۶۹ هکټاره کروندې له منځه وړل شوې دي. له دې سره، ۵۳۳ د نشه يي توکو، نشه يي تابېلټونو او الکولي مشروباتو د تولید کارخونې ویجاړې شوې دي. همدارنګه، ۳۳ زره ۱۲۰ تنه معتادان راټول شوي، ۳۲ زره ۸۷۶ تنه له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.»

د اسلامي امارت ویاند همدارنګه ویلي چې نور په هېواد کې پر لاریونو بندیز لګېدلی او که هر چا شکایت او نیوکه لرله، کولی شي خپلې نږدې اړوند حکومتي ادارې ته شکایت او نیوکه وسپاري.

د هغه په خبره، دغه کار د ګډوډیو مخنیوي په موخه ترسره شوی.

مجاهد زیاتوي: « لاریونونه په اسلامي قانون کې نه شته، ځکه دا د هغو ټولو لپاره دي چې هلته بل ډول قوانین او حکومتونه(ډیموکراسي، جمهوریت او نور) وي. که چېرې تظاهرات په سالمه مانا وي، په اسلامي نظام کې باید اړوند ارګانونو ته مراجعه وشي، خو باید د خلکو د وخت له ضایع کېدو، د عامه توکو ویجاړېدو او ګډوډیو مخه ونیول شي.»

همدارنګه د اسلامي امارت ویاند د زندانونو چارو د سمون ادارې د لاسته‌راوړنو په لړ کې بیا ویلي چې دغه ادار اوس د روزنې او اصلاح پر مرکز بدله شوې او دا مهال هم سلګونه زندانیانو ته په کې عصري، دیني او حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026
پوتین: تاجیکستان له افغانستانه د امنیتي اندېښنو وېره لري
افغانستان

پوتین: تاجیکستان له افغانستانه د امنیتي اندېښنو وېره لري

سپتمبر 3, 2026
مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري
افغانستان

مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

سپتمبر 3, 2026
د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې
افغانستان

د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

سپتمبر 2, 2026
د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي
افغانستان

د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي

سپتمبر 2, 2026
انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې
افغانستان

انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026
پوتین: تاجیکستان له افغانستانه د امنیتي اندېښنو وېره لري

پوتین: تاجیکستان له افغانستانه د امنیتي اندېښنو وېره لري

سپتمبر 3, 2026
د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

سپتمبر 3, 2026
د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

سپتمبر 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist