Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته

د حکومت ویاند: دوحه کې له پاکستان سره شوې هوکړه پټ ضمايم نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/23

په دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته د پاکستان دفاع وزير ادعا وکړه چې په دې هوکړه کې داسې پټ ضمايم هم شته چې ښکاره کېدای نه شي.

دې خبرو ته د اسلامي امارت وياند هم غبرګون ښودلی او له شمشاد سره په يوه مرکه کې وايي، د هوکړې له لاسليک سره سم په کې ذکر شوي ټول موارد علني شوي او هېڅ پټ ضمایم نه دي پاتې. د مجاهد په خبره، د هوکړې تمرکز د شخړو پر نه کولو، امنيت خونديتوب، دايمي اوربند او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل دی.

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد وايي: « فکر نه کوم کوم شی د پټ پاتې وي، کومه محتوا چې په تړون کې وه هغه اعلان شوه؛ خو د متن لپاره باید انتظار پاتې شو، ځکه چې هغه تکمیل شوی نه دی، دویمه ناسته لا پاتې ده او هغه موارد به په کې ځای پرځای کېږي چې لا پاتې دي او بحث پرې نه دی شوی. دا ناسته د اکټوبر په ۲۵ مه د ترکیې په استانبول کې کېږي. موږ په کې څه موارد نه وینو، د توافق نامې متن ډېر عادي دی او هغه څه چې موږ نشر کړي، هماغه دي چې د توافقنامې په محتوا کې دي.»

مجاهد دا هم وايي چې له پاکستان سره د شوې هوکړې تطبيقي مکانېزم بشپړ شوی نه دی بلکې په خبره يې، په دې اړه پاتې مسايلو به د ترکيې په کوربه ‌توب په دويمه ناسته کې بحث وشي.

د اسلامي امارت ویاند په دې اړه وايي: « د استانبول ناسته ښايي د وزیر په کچه نه وي بلکې په ټیټه کچه وي؛ ځکه هلته تخنیکي بحث دی او په دې تمرکز کوي چې د کوم مکانیزم له مخې دا پروسه وڅارل شي او لپاره یې کمېټه جوړه شي. دا خبرې به هغه مجلس ته پرېږدو، خو دا مجلس به د تړون مکمل وي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د شوې توافقنامې بشپړتیا وي او هغه وروسته به عملي ګامونه اخیستل کېږي. مانا دا چې ستونزې پېښې نه شي او دواړه هېوادونه په سوله، ارامۍ او ثبات کې په یوه واحد مسیر حرکت وکړي.»

مجاهد يو وار بيا د پاکستان په پوځ کې مشخصه کړۍ د کابل او اسلام‌اباد د اړيکو خرابولو عامل ګڼي او له وضاحت پرته زياتوي چې ياده کړۍ دا کار د ځينو قدرتونو په اشارې کوي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي: « زه فکر کوم دا حلقه خپلې شخصي منافع پالي، د دواړو هېوادونو ګټې، د پاکستان او پاکستاني ولس ګټې د خپلو ګټو قرباني کوي. یا دا ده چې دوی له لویو قدرتونو نه دستور اخلي او د هغوی په امر دا کار کوي. د سلیم عقل لرونکي او هغوی چې په سیاست کې یې یوه ورځ هم تېره کړې وي، په دې پوهېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په مثبت لوري کې څومره ګټورې او په منفي لوري کې څومره زیان لري؛ خو دا چې دا حلقه ستونزه نه درک کوي، مانا یې دا ده چې دا حلقه مجبوره ده، یا د خپلو نفسي خواهشاتو له امله مجبوره ده او یا د باندني حکم په اساس.»

له دې مخکې د ملي دفاع وزیر له دوحې څخه په انلاین خبري کنفرانس کې ويلي وو چې هېچا ته د افغانستان حريم د نقض او امنيت ګډوډولو اجازه نه ورکول کېږي او د دې ترڅنګ يې ډاډ ورکړی و چې له پاکستان سره د هوکړې پرمهال د ډيورنډ فرضي کرښې په اړوند مسايلو بحث نه دی شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist