Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د جګړې دوام لپاره نورې پلمې نه شته

admin by admin
2020/05/30

په هیواد کې له  اوربند وروسته اوس غوښتنې دادي چې طالبان دې نوره د جګړو غځولو لپاره پلمې نه لټوي.

په اختر کې له اوربند وروسته د جګړې شدت کم شوی ،اوس ټینګار پردې دی چې د جګړې ددوام لپاره نوره بهانه موجوده نه ده.

د ملي شورا غړي وايي٬ د طالبانو  ټولې غوښتنې پوره شوي نو ځکه خو د جګړې دوام لپاره نه اړتیا او نه هم پلمه پاتې ده.

خو د مصالحې عالي شورا وايي٬ په هیواد کې له اوربند وروسته جګړه کمه شوې او د سولې لپاره ښه زمینه برابره ده.

د ولسي جرګې غړو ابرار مراد  او ګل الرحمان همدرد داسې وویل ((  د روانې جګړې ډېره قرباني عام ولس ورکوي، که افغان حکومت او په خاصه توګه طالبان غواړي د افغان ولس لپاره خدمت وکړي او زعامت په لاس کې ولري نو له جګړې دې لاس واخلي او د سیاسي ډیالوګ له لارې دې خپلو اهدافو ته ځان ورسوي،،،، موږ دا منو چې افغان حکومت به نیمګړتیاوې ولري او ستونزې به موجودې وي خو طالبانو ته نور کومه پلمه نده پاتې چې جګړې ته دوام ورکړي او نه په پلمو دغې جګړې ته جواز ورکولی شي.))

په دې اړه تحلیل دا دی، چې نور د جګړې دوام لپاره پلمې ختمي دي، او که له دې وروسته بیا هم ښکیل لوري پر یو بل بریدونه کوي دا به یوازې او یوازې د قدرت پر سر وي چې دوام یې د هېواد په زیان دی.

پوځي شنونکی داوود کټوازی داسې وايي (( د حکومت لخوا د طالب بندیانو د خلاصون ژمنه تقریبا په بشپړیدو ده او نوره عملي شوې ده، حکومت په خپلې ژمنې عمل کړی دی. نو نور د جګړې دوام او د سولې بین الافغاني خبرو نه پيلیدو لپاره کومه بهانه نده پاتې.)) 

د مصالحې عالي شورا مشر داکتر عبدالله عبدالله بیا وايي په هیواد کې له اوربند وروسته د دواړو لورو ترمنځ د جګړې کموالی د هیواد په ګټه دی او بین الفغاني خبرو ته به لاره هواره کړي.

عبدالله عبدالله داسې وویل (( د اختر درې ورځو کې اوربند او له هغې وروسته د تاوتریخوالي کمښت هغه څه دي چې سولې او د بین الافغاني خبرو پيل لپاره زمینه مساعدولی شي.))

له کوچني اختر وړاندې د طالبانو له لورې د هیواد په بیلابیلو برخو کې بریدونه وشول چې د افغان حکومت ترڅنګ یې نړیوال غبرګونونه هم را وپارول خو په کمکي اختر کې د طالبانو له لورې اوربند ددې لامل شو چې خلک اختر د تیر په پرتله ښه تیر کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist