Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د جمهوریت له سقوط او د اسلامي امارت له بریا سره په  زرګونه افغانانو هېواد پریښود

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/22

د ۲۰۲۱ کال د اکست پر ۱۵ مه، له کابل ښار پرته نور ټول ولایتونه د اسلامي امارت لاس ته ورغلي و،خو لاهم د دغې ورځې تر درې بجو مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې و.

له هغې وروسته چې مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه ووت او د ده د کابینې ټولو غړو او پخوانیو تنظیمي رهبرانو  هېواد پریښود،ګڼو افغانانو هم  بهر ته د وتلو هڅې پیل کړې،په دې لړ کې پر زرګونه کسان د کابل پر ملکي او نظامي هوايي ډګر ورمات شول،چې  په امریکایي الوتکو  کې له افغانستانه ځان خوندي وباسي.

د ښار حالت دپخوا په شان‌عادي نه و، پر کابل ښار د امریکايي پوځي الوتکو ګزمې کولې، څو شېبې وروسته  د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په یوه ویدیو پیغام کې له افغانستانه د اشرف غني د وتلو خبر ورکړ.

عبدالله زیاته کړې:« د افغانستان مخکیني ولسمشر  افغانستان ترک کړ او هېواد او ملت یې په داسې یوه حالت کې پریښود. خدای به ورسره محاسبه وکړي او د افغانستان خلک او ملت به قضاوت وکړي.»

د دې پيغام له خپرېدو وروسته  د ښار ګډوډي نوره هم زیاته شوه، ښاریان ډارېدلي وو،ډېری خلکو له کابل او ان له هېواده د تېښتې هڅې پیل کړې.

خو پر همدې ورځ د احمد شاه مسعود دواړه وروڼه ، محمد محقق ، کریم خلیلي ، صلاح الدین رباني ، یونس قانوني ، عبدالطیف پدرام او د ولسي جرګې پخوانی رییس میررحمان رحماني له اسلام اباده راغلې الوتکه کې یاد هېواد ته انتقال شول.

د کابل په ملکي او پوځي هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو خپلې الوتکې درولي او ټټر ډبوي،چې موږ مو له افغانستان څخه وباسو، له همدې سره په زرګونه  ښځې، ځوانان، ماشومان او سپینږي پر هوايي ډګر ورمات شول، ځانونه یې تر امریکايي الوتکو ورسول،چې یو شمېر یې واېستل شول،خو لاهم د انتقال پروسه روانه وه او هغه چې پاتې دي  شپه او ورځ  د کابل هوايي ډګر په دروازو کې پراته ول.

داسې حالت هم راغی،چې افغانان د الوتکو پر وزرونو او پایو پورې ونښتل،خو د امریکا پوځي پلوټانو پرې رحم ونه کړ او خپلو الوتکو ته یې پروازونه ورکړل او طیارو پورې نښتي افغانان پرځمکه راپرې وتل،چې څو ورځې پرې نړیوالو رسنیو د خبرونو سرټکي جوړول.

سره له دغو ټولو مرګ ژوبلو بیا هم په زرګونه کسان پرهوايي ډګر ورټول وو او د وتلو هڅه یې کوله،چې د داعش ډلې لخوا پرې خونړی برید هم وشو.

دغه برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو په ګډون ۱۷۰ تنه افغانان ووژل شول او له دوه سوو زیات په‌کې ټپيان شول.

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« طالبانو له راتګ سره ډېری وګړي،چې له افغانستانه تښتیدل او د بهرنیانو طیارو پسې یې ځانونه راځوړوند کړل، یوازینی علت یې دا وه،چې له رییس جمهور نه نیولې بیا په لومړي سر کې وزیر دفاع،داخله او د امنیت مشر دوی وتښتیدل او خلا د قدرت راغله او خپله  خارجیانو خلکو ته داسې وښوده،چې طالبان که راشي ګواکې ټول انسانان به وخوري،خو تاسې وینئ ټول هغه کسان چې په تیر نظام کې ول،هلته په کابل کې ژوند کوي،هیڅ څوک هم چا نه دي خوړلي او دا بهرنیان ول،چې تبلغات یې کول او د افغانانو د تېښتې زمینه یې برابره کړه.»

د دې ترڅنګ کڼ عام افغانان، سیاسي څېرې او یو شمېر چارواکي پر ګاونډیو هېوادونو هم ورمات شول تورخم ، سپین بولدک ، اسلا کلا او د ازبکستان بندرونه هغه لارې وې،چې افغانان پرې ګاونډيو هېوادونو ته وتل،خو تاجېکستان بیا خپله پوله وتړله او تر اوسه پورې  یې نه ده خلاصه کړې.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي  وايي:« دا  حالت د ځوانانو د یوې عمومي ناامیدۍ له امله رامنځ ته شوه،بې اعتمادي پر راتلوونکې او بې اعتمادي په هغه وخت کې پر دولت رامنځته شوه. دا حالت نه دی حل شوی، که نن هم امریکا د کابل میدان ته طیارې راولي،بیا هم هماغه حالت رامنځ ته کیږي. موږ باید ځوانانو ته امیدواري ورکړو، اقتصاد باید  ښه شي او ورته د کار زمینه برابره کړو.»

امریکا او  متحدینو یې د اګیست له پنځلسمې د سمپټمبر تر لومړۍ نيټې په خپلو پوځي الوتکو کې شااوخوا ۱۲۶ زره افغانان خپلو کمپونو ته انتقال کړل، چې له عامو  افغانان سربیره په‌ کې چارواکي، سیاسیون، خپل افغان کارکوونکي، خبریالان او د مدني ټولنې غړي هم شامل وو.

د ګډوالواو بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ویاند  عبدلمطلب حقاني وايي، د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته شپږسوه زره ګډوال بېرته راستانه شوي دي.

د اټکل له مخې،په تیرو اته میاشتو کې شااوخوا ۲۰۰ زره  افغانان چې پخواني سیاسیون هم په کې شامل دي،جلاوطنۍ ته اړ شوي او ډېری یې اروپايي هېوادونو کې میشت دي.

تازه اسلامي امارت د بهر ته تلل شخصیتونو د بېرته راګرځیدو لپاره ځانګړی کمیسیون  جوړ کړی او  د دغو کسانو د بېرته راتګ لپاره به هلې ځلې کوي،چې د اسلامي امارت دغه کار پر کوردننه او بهر ستایل شوی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist