Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د جمهوریت روغتون ؛روغتیاپالان د سرطان ناروغانو نوبتي بستر کولو اندېښمن کړي.

admin by admin
2021/05/26

 د جمهوریت روغتون د سرطان درملنې واټ کې د سرطان ناروغانو له پاره یوازې شپېته بستره موجود دي.

روغتیاپالان وايي، په بسترونو کې یې ناروغان په نوبتي ډول بستر کېږي،چې دې کار یې د درملنې اغېز کم کړی او همدا لامل دی،چې درملنه یې ښه پایله نه ورکوي.

 روغتیا پال محمد هارون ارشد وایي:« له بده مرغه په روغتون کې د بسترونو کموالي له امله ناروغان په نوبتي ډول بستر کېږي، دې کار د درملنې اغېز کم کړی. همدا لامل دی، چې درملنه ښه پایله نه ورکوي.»

افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او د ارقامو راټولولو له پاره کوم ځانګړی سیسټم نشته،چې کره تثبیت وکړي.

د سرطان پر ضد د مبارزې مرکز هر کال هغه ارقام خپروي،چې د روغتیا نړیوال سازمان یې اټکل کوي. 

 د روغتیا نړیوال سازمان مالومات ښيي، تېر کال ۲۴ زره افغانان پر سرطان ناروغۍ اخته شوي، چې له دې ډلې ۷۵ سلنه یې مړه شوي دي.

خو دا مرکز بیا د سرطان کره شمېر له دې دوه برابره  لوړ یادوي.

سرطان سره د مبارزې پروګرام مرستیال سید اکرام هاشمي وايي: « کره شمېره نه شته، خو اټکل چې کېږي،دا شمېره ښايي له ۴۰ یا ۵۰ زرو هم لوړه وي.»

پلوشه تازه جمهوریت روغتون ته د سرطان درملنې له پاره راغلې.

وايي،درې کاله کیږي،چې د سینې له سرطانه خبره شوې،خو د کمزوري اقتصاد له امله نه ده توانېدلې،چې د خپلې ناروغۍ مسلسله او لازمه درملنه وکړي.

هېواد کې د سرطان ثبت شویو پېښو کې تر ټولو زیات د سینې سرطان ښوول شوی دی.

روغتیاپالان په لومړي پړاو کې د سرطان پر درملنې ټینګار کوي او وايي، ښه لار یې د جراحۍ له لارې د سرطان درملنه ده.

روغتیا پالان وايي، افغانستان کې د سرطان بشپړه درملنه نه کېږي، کیموتراپي او جراحي له لارې د درملنې امکانات موجود دي،خو د شعاع له لارې درملنې په موخه ډېری ناروغان له هېواده بهر ځي.

روغتیاپالان د سرطان ناروغي ګواښوونکې یادوي او له حکومته غوښتنه کوي،چې د امکاناتو او ظرفیتونو برابرولو په برخه کې دې ژر ګام پورته کړي.

د افغانستان پر کچه جمهوریت روغتون کې  د سرطان درملنې  دا یوازنی مرکز دی،چې زرګونه کسان ورته د درملنې له پاره راځي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist